د میدان وردګو ولایت سیدآباد کې یوشمېر بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې کېږي
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په مالي او د (FGA) په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د سیدآباد ولسوالۍ له ۹۵۲ بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته کېږي
ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګرته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه ډي.پي.اي او ۵۰ کیلوګرامه یوریا سره ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې دکرنیزو محصولاتو زیاتوالی او د بېوزله بزګرانو ملاتړدی.
