د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست؛ د کارکوونکو روزنیزه برنامه او کلنۍ ارزونه ترسره شوه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۹:۲۸
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست؛ د کارکوونکو روزنیزه برنامه او کلنۍ ارزونه ترسره شوه 

۵ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دکرنې وزارت د بشري سرچینو څخه راغلي پلاوي له خوا ددې ولایت دکرنې ریاست ۱۰۸ کارکوونکو ته دوه روځنۍ روزنیزه برنامه بشپړ او ترڅنګ یې په نمونه یې ډول د دوی د کلني ارزونې پروګرام په بریالیتوب سره پای ورسول.
د میدان وردګو ولایت کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست دکارکوونکو کلنۍ ارزونه به ددې ریاست رییس مولوی عبدالجبار خالد، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست استازی او راغلي پلاوي له ترسره شي.
ددې پروګرام موخه د کارکوونکو وړتیاوې لوړ او په ټوله کې د غوره کارکوونکو د پېژندنې په پار د دوی ارزونه ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت