د مسلمینو زکات راټولولو په پار د ځانګړې بانکي شمېرې جوړولو په هکله خبرتیا

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۹:۱۹
1

د مسلمینو زکات راټولولو په پار د ځانګړې بانکي شمېرې جوړولو په هکله خبرتیا
د نړۍ او په ځانګړې توګه د افغانستان درنو مسلمانو ورونو او خویندو!
څرنګه چې پوهېږئ، اسلامي امارت ته د خپل زکات په ورکړې سره امارت ته دا ځواک ورکوی، چې د یتیمانو، بېوزله کورنیو، کونډو او یتیمانو ژوند کې مثبت بدلون راولي. موږ په ګډه داسې بدلون راوستلئ شو، چې د عمر تر پایه پاتې شي.
د رحمت او روژې په دې مبارکه میاشت کې، اړمنو او بېوزله کورنیو ته خپلې مرستې او زکاتونه د افغانستان اسلامي امارت له لارې ورسوئ او ستاسو زکاتونه او مرستې په اتو شرعي مجازو برخو کې کارول کېږي.
په همدې موخه د ا.ا.ا امیرالمؤمنین شیخ هبةالله آخندزاده حفظه الله د دفتر مالي رییس تر نظارت لاندې او د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ او اراضي وزارت په اډانه کې د عشر او زکاتو راټولولو په پار افغانستان بانک کې دغه بانکي شمېره (۳۰۰۰۲۰۹۰۰۹۸۳۵) جوړه شوې ده.
کله چې تاسو له دې لارې د اړمنو او بېوزله کورنیو د لاسنیوي او ملاتړ په پار مرستې او همکاۍ کوی، نو له بانک څخه د خپل پرداخت او مرستې د حصول سند ترلاسه کولای شئ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت