د مالي او اداري معینیت تر چتر لاندې ریاستونو د همغږۍ غونډه دائره شوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۴:۴۱
د مالي او اداري معینیت تر چتر لاندې ریاستونو د همغږۍ غونډه دائره شوه 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند "حاجي سالم"په مشرۍ د یاد معینیت تر چتر لاندې ریاستونو د رییسانو او چارواکو په حضور کې د همغږۍ غونډه دائره شوه.
دغه غونډه، چې د چارو د لا ښه والي او د چارو د لا همغږۍ په موخه د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه،  په ترڅ کې یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ددې مرستیالۍ تر چتر لاندې ریاستونو ستونزې، وړاندیزونه او نظرونه واورېدل او  د ستونزو د حل او د چارو د لا ښه والي په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې  وکړې.
په دې غونډه کې د مالي اوحسابي، تدارکاتو، بشري منابع، تخنیک  او ترانسپورت، اداري، معلوماتي ټکنالوژۍ، عشر او زکات او ستراتیژیکو زېرمو د ریاستونو رییسان او آمرین ګډون کړی و.

جلسه هماهنگی ریاست‌های تحت اثر معینیت مالی و اداری برگزار شد 
جلسه هماهنگی ریاست‌های تحت  اثر معینیت مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به رهبری ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری این وزارت و با حضور روئسا و مسوولان ریاست‌های تحت اثر معینیت مالی و اداری برگزار شد.
این جلسه به منظور تقویت هماهنگی و انسجام کار ها در پیشبرد امور  تعین شده  در تالار جلسات معینیت مالی و اداری وزارت زراعت برگزار دشه بود که معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری مطابق به اجندا از قبل ترتیب شده مشکلات‌، پیشنهادات و نظریاست ریاست‌های تحت اثر خویش را استماع نموده و هدایات لازم را جهت حل مشکلات و بهبود امور به مسوولان مربوطه سپرد.
در این جلسه که روئسا و آمرین ریاست‌های؛ مالی و حسابی، تهیه و تداراکات، منابع بشری، تخنیک و ترانسپورت، اداری، تکنالوژی معلوماتی،عشر و زکات و ذخایر استراتیژیک وزارت زراعت حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۳
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه د کرنې وزارت د مشرتابه لیدنه

۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لومړۍ ورځ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کرنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شو

۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

بازگشت