د لوګر د ځمکې غصب مخنیوی پلاوی د مرافعې محکمې رییس سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۸:۴۸
د لوګر د ځمکې غصب مخنیوی پلاوی د مرافعې محکمې رییس سره وکتل

د لوګر د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شوی ځمکو د بېرته راګرځولو د تخنیکي پلاوي رییس په داسې حال کې چې د یاد پلاوی غړو یې هم ملتیا کوله د دغه ولایت د مرافعې محکمی له نوی ټاکل شوی رییس مولوی موسی کلیم عاصم سره په خپل کاري دفتر کې ګډه ناسته ترسره کړه.
د ناستې په لړکې د یادې محکمې له مسؤولینوسره دامیرالمؤمنین فرمان، ځینې ستونزې او کړنلارې شریکې کړې،همدارنګه دځمکو د غصب څخه دمخنیوی تخنیکي پلاوی کاري چارو په چکتیا هر اړخیز بحث وشوو.
د ناستې په پای کې پریکړه وشوه، چې دواړه لوري به په پوره همغږۍ او چټکتیا د غصب مخنیوی چارې پر مخ بیایي، دمحکمې مسؤولینو زیاته کړه، چې د تخنیکي پلاوی له لوری ورته راغلې دوسیې به تعقیب او وڅېړي.
باید وویل شي، چې دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي، چې څه موده وړاندې مولوی موسی کلیم عاصم د امیرالمؤمنین د حکم په اساس د لوګر ولایت د مرافعې محکمې د رییس په توګه خپله دنده رسماً پیل کړه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت