د لوګر دکرنې ریاست: د (FGA/WFP) مؤسسې له استازو سره پر پراختیایي پروژو خبرې وشوې

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۳ - ۲۲:۱۴
د لوګر دکرنې ریاست: د (FGA/WFP) مؤسسې له استازو سره پر پراختیایي پروژو خبرې وشوې


۲۳ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سید امین هاشمي د خپل کار په دفتر کې د خوړو نړیوالې ادراې (WFP) د (FGA) څانګې له ستازو سره وکتل.
ددې کتنې په ترڅ کې د یادې مؤسسې راغلو استازو د احسان الله  باوري په مشرۍ چې یاسین الله روان، امان الله او حمیدالله یې هم  ملتیا کوله په لوګر ولایت کې د نویو پراختیایي پروژو د پیل په پار خبرې اترې وکړې.
د لوګر دکرنې رییس مولوی سید امین هاشمي وویل، چې د اسلامي امارت تر چتر لاندې ټول دولتي ادارې او بنسټونه هلې ځلې کوي، چې خپل ملت ته چوپړتیاوې وړاندې کړي، ددې کار موخه داده، چې له یوې خوا د هېواد پرمختګ او له بلې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
د لوګر دکرنې رییس یادو استازو ته د هر راز همکاریو ډاډ ور کړ او زیاته یې کړه، چې په نږدې راتلونکې کې به په دې ولایت کې پراختیايي پروژې پیل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت