د لوګر دکرنې ریاست: د پل علم ښار پر بڼوالو ۱۵۰۰ اصله تصدیق شوي نیالګي ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۹:۴۸
د لوګر دکرنې ریاست: د پل علم ښار پر بڼوالو ۱۵۰۰ اصله تصدیق شوي نیالګي ووېشل شول

د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د کرنیز پراختیا صندوق «ADF» په همکارۍ ددې ولایت د مرکز پل علم پر یوشمېر اړمنو بڼوالو ۱۵۰۰ اصله د مېوو تصدیق شوي نیالګي وېشلي دي.
ددغو نیالګیو په وېش غونډه کې د لوګر دکرنې ریاست چارواکو او د کرنیز پراختیا صندوق د استازو ترڅنګ ددې سیمې یوشمېر بزګران او ګڼو بڼوالو ګډون کړی وو.
په وېشل شویو نیالونوکې د مڼو اوشفتالو نیالونه شامل دي، چې دکرنیزو چوپړونو آمر د دغه خیریه بنسټ له مسؤولینو د مننې تر څنګ پر بڼوالو غږ وکړ ترڅو نیالګي په سمه توګه وکري او ترې ساتنه وکړي.
باید وویل شي، چې د لوګر د کرنې ریاست له دې مخکې هم د دې ولایت بېلابېلو ولسوالیو کې پربڼوالو زرګونه اصله مېوه لرونکي اوغیر مېوه لرونکي نیالګي وېشلي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت