د لوګر دکرنې ریاست: د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ستونزې حل لارې لټول کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۹:۴۷
د لوګر دکرنې ریاست: د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ستونزې حل لارې لټول کېږي

د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د محمدآغې ولسوالی د بزګرانو، مالدارانو او بڼوالو د ستونزو او ننګولو د پیداکولو او ورته د حال لارې موندلو په پمار د (HRDA) مؤسسې په همکارۍ سروې ترسره کوي، چې په ترڅ کې یې د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو د ستونزو او ننګونو د حل لارې لټول کېږي.
د محمدآغې ولسوالۍ د کرنې مدیریت د مسؤولینو په وینا د یادې ولسوالی په کلیــو او بانډو کې د بزګــرانو، بڼوالو او مالدارانو  ستونزې،غوښتنې او اړتیاوې به د سروې په لړ کې راټول او دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د رهبرۍ سره به شریکولو وروسته به هڅه وشي ترڅو ورته دحل لارې چارې ولټول شي.
د محمدآغې ولسوالی میشت بزګران، بڼوال او څارو  لرونکي  د لوګر ولایت د کرنې ریاست له مسؤولینو غواړي تر څو یې ستونزو ته د پای ټکۍ کیږدی،او په دغې ولسوالی کې د لا زیاتو پروژو د پلی کولو غوښتونکي دي.
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رهبرۍ او ټول پرسونل هڅه کوي تر څو دبزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ستونزې حل او ورته اړین خدمتونه وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت