د لغمان کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳۱ - ۱۴:۸
د لغمان کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  سکټوري غونډه ددې ولایت دکرنې اومالدارۍ رییس په مشرۍ او دبېلا بطلو سکټوري اداراتو او غیر دولتي موسساتو په ګډون ترسره شوه.
د غونډې په پيل کې دلغمان دکرنې اومالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن غونډې ته پرانستونکی وینا واوروله وویل، چې دا غونډه د سکټوري اداراتو او غیر دولتي موسساتو سره د چارو دښې همغږۍ په موخه دهرې میاشتې په اخر کې دائرېږی، ترڅو ټولې اړونده چارې  همغږي، انډوليزه پراختیا،دتکراري فعالیتونو څخه مخنیوی او د راپیدا شویو ستونزو لپآره دحل لارې چارې ولټول شي.
ښاغلی محسن زیاته کړه، چې دخدماتو د ترسره کولو په جریان کې باید اړونده موسسات کړنلاره په نظر کې ونیسي او دهغې په رعایت سره خدمات ولسونو ته وړاندې کړي: "کیفیت د اجناسو او خدماتو یو له مهمو شرایطو څخه ده، چې باید د موسساتو مسولین ورته جدي پاملرنه وکړي که چېرته اجناس او خدمات د تعهد شوی سند په مطابقت سيمه کې ولسونو ته نه وړاندې کېږي او دا چارې تثبیت او تشخیص شي نو قانوني چلند به ورسره کېږي.
 دکرنې اومالدارۍ رییس زیاته کړه، چې د اجناسو او لوازمو د افتتاح په ورځ باید په سيمه کې د اجناسو دمشخصاتو سند چې دهغې لمخې قرار دادی مکلفیت لري د موسساتو له مسولینو سره موجود وی ترڅو دهغې پر بنیاد د اجناسو کیفیت او کمیت تثبیت شي
نوموړی وویل، چې د خدماتو ټول بهیر له سروې څخه تر توزیع او نظارت باید دکرنې اومالدارۍ ریاست سره په نزدی همغږۍ ترسره شي، تر څو پروژې په موثره او د ضرورتونو ته د رسیدګي په اساس پلي شي.
 وروسته ټولو سکټوري اداراتو(دکلیو دبیا رغونې او پراختیا، سیندیزه فرعي حوزه، ژوند چاپېریال ساتني او  اقتصاد )ریاستونو او غیر دولتي موسساتو دخپل کار او فعالیت راپور دسکټور مشرتابه  ته وړاندې کړل، چې د ښاغلي محسن له لورې د تا یید تر څنګ په اړونده برخو کې د چارو دلا بهبود او پراختیا په موخه مسولینو ته سالمې سپارښتنې وشوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت