د لغمان قرغیو کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۱۳:۱۶
د لغمان قرغیو کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د براختیایي پروګرام (UNDP) په مالي او د سولې ریښې بنسټ(Roots of Peace) په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت قرغیو ولسوالی کې د ١٠٥٠ متره په اوږدوالی د اوبولګولو د کانال د اساسي جوړولو چارې پیل کړي دي.
ددې پروژې ټوليز لګښت ٦٨ زره امریکایي ډالر ده، چې په بشپړېدو سره يې نږدې ٥٧٠ جريبه ځمکه خړوبېږي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لغمان دکرنې ریاست د یوشمېر چارواکو ترڅنګ یوشمېر سیمه ییزو چارواکو، دهمکارو مؤسسو استازو، د سیمې مشران، بزګران او ځوانانو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د لغمان دکرنې ریاست استازو وویل:"د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د قرغیو ولسوالی اړوند نوده موره په کلی کې د سولې بنسټ (Roots of Peace)  مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د UNDP په مالي لګښت د ١٠٥٠ متره کانال د اساسي جوړیدو او پاک کاري کارونه پیل شو".
د لغمان دکرنې رییس مولوي محمد ولي محسن په خپلو خبرو کې وویل، چې تل هڅه کوي ترڅو ولسونو ته  غټې او وړې پروژې د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ په برخه کې له اړونده وزارت او نورو غیر دولتي مؤسساتو څخه را جلب او ولسونه ته وړاندې کړي چې ترڅو ددې ولایت دترقۍ او ښیرازۍ سبب وګرځي هغه د هېواد پرمختګ، ښیرازي او ابادۍ کې د ولس همکاري له دولت سره اړینه وبلله نوموړي بیا د همکارې مؤسسې او شرکت مسؤلینو ته یې د پروژې په لوړ کیفیت د تطبیق لارښوونه وکړه، او همدارنګه ولسونه یې هم وهڅول ترڅو د پروژې د ښه تطبیق لپاره څنګه چې لازمه وي همغسې کاري چاپېریال برابر کړي.  
د یادې پروژې په پلي کولو سره به په لنډمهاله توګه هره ورځ ٣٥ نفرو ته کاري فرصت ایجاد شي، ددې پروژې مستقیم گټه اخیستونکي ٣٩٠ او غیرمستقیم ګټه اخیستونکي ٧٠٠ کورنۍ دي، په دې پروژه کې د ١٠٥٠ متره کانال د اساسي جوړیدو  سربېره به ١٨ د اوبو کنټرول دروازې هم په اړینوځایونو کې ایجاد شي  همداراز یاده پروژه به په ٧٣ کاري ورځو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت