د لغمان علیشنګ کې قومي مشرانو سره د ځنګلونو ساتنې په موخه ناسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۲:۴۷
د لغمان علیشنګ کې قومي مشرانو سره د ځنګلونو ساتنې په موخه ناسته وشوه

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۹جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په هدایت دعلیشنګ ولسوالی د ځنګلونو او څړځایونو مدیریت لخوا دعلیشنګ ولسوالې پوئین، کرندالي او وطن ګټو کلیو له قومي مشرانو سره د ځنګلونو د غیرقانوني وهنې مخنیوی او ساتنې په پار ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې یادو قومي مشرانو ته د ځنګلونو د خوندیتوب او ساتنې په پار د عامه پوهاوی ترڅنګ دوی ته ددې ملي پانګې په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
په همدې حال کې یادو مشرانو هم ځنګلونو ساتنه یو ملي وجیبه وګڼله او اړوندو چارواکو ته یې ډاډ ورکړل، چې دوی به د خپلو سیمو د ځنګلونو ساتنه کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۱
Background image

پکتیا کې د کرنې ریاست په همغږۍ سلګونو بزګرانو سره د اړینوتوکو مرسته وشوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د سره صلیب موسسې له لوري د ډنډ پټان ولسوالی د مقبل حسین خېل په کلي کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یو مهم پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۳
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه د کرنې وزارت د مشرتابه لیدنه

۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لومړۍ ورځ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کرنې. . .

بازگشت