د لغمان د کرنې رییس د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو د خونې له مسؤل سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۷
د لغمان د کرنې رییس د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو د خونې له مسؤل سره وکتل

۱۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د سپارښتنې پر بنسټ، د لغمان ولایت د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو د خونې له مسؤل ډاکټر محمد یوسف سادات سره د همغږۍ په موخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ډاکټر محمد یوسف سادات وویل، چې ډېر ژر به د یادې خونې د دفتر پرانیسته ترسره شي. نوموړي زیاته کړه، چې هڅې روانې دي څو پانګوال، کاروباریان او نور سوداګر راجلب کړي، تر څو په لغمان ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونه وشي او خصوصي سکتور ته وده ورکړل شي.
ډاکټر سادات همدارنګه د خونې ځینې ستونزې د لغمان د کرنې رییس سره شریکې کړې.
په همدې حال کې د لغمان دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پانګوالو د جذب او ستونزو د حل په هڅو کې د هغه قدرداني وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د قانوني چارو په برخه کې به هر ډول همکارۍ ته چمتو وي.


رئیس زراعت لغمان با مسئول اتاق محصولات زراعتی و مالداری دیدار کرد
۱۱ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
به اساس هدایت وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، رئیس زراعت ولایت لغمان، مولوی عبدالستار محمد، در دفتر کاری خود با داکتر محمد یوسف سادات، مسئول اتاق محصولات زراعتی و مالداری، به هدف هماهنگی دیدار نمود.
در این دیدار، داکتر محمد یوسف سادات گفت که به‌زودی دفتر این اتاق افتتاح خواهد شد. او افزود که تلاش‌ها جریان دارد تا سرمایه‌گذاران، تاجران و دیگر بازرگانان جلب شوند تا در بخش زراعت و مالداری در ولایت لغمان سرمایه‌گذاری صورت گیرد و سکتور خصوصی رشد نماید.
همچنین، داکتر سادات برخی مشکلات این اتاق را با رئیس زراعت لغمان شریک ساخت.
در همین حال، رئیس زراعت لغمان، مولوی عبدالستار محمد، ضمن خوش‌آمدگویی به وی، از تلاش‌های او در راستای جلب سرمایه‌گذاران و حل مشکلات قدردانی کرد و اطمینان داد که در بخش امور قانونی هر نوع همکاری را انجام خواهد داد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت