د لغمان دکرنې رییس په ختیځ زون کې دایران قونسلګرۍ له چارواکو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۲۹
د لغمان دکرنې رییس په ختیځ زون کې دایران قونسلګرۍ له چارواکو سره وکتل

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ایران اسلامي جمهوریت د ختیځ زون قونسل مجید رضا پناه، د فرهنګي چارو مسؤل یحیی او د بهرنیو اړیکو مرستیال نجیب الله، د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد سره د هغه په دفتر کې وکتل او د کرنې سکتور د پراختیا په موخه یې د همکاریو پر موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
قونسل مجید رضا پناه د لغمان د کرنې رییس له هرکلي او لیدنې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د دوی د سفر موخه د لغمان په کرنیزو برخو کې د همکارۍ د پراخېدو زمینه برابره‌ول دي. نوموړي د کرنې، بڼوالۍ، بڼونو د قطره‌يي اوبو لګولو، سړو خونو جوړولو، د سبو او میېوو تولید او بهرنیو هېوادونو ته د صادراتو ترڅنګ د پانګونو د راجلبولو په برخو کې د وضعیت ارزونه وکړه او د اړتیاوو په اړه یې یادداشتونه ترتیب کړل. هغه د یادو برخو د ملاتړ او همکاریو ډاډ هم ورکړ.
په مقابل کې دلغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د ایران د قونسل له سفر او توجه څخه مننه وکړه. هغه زیاته کړه:«دلغمان بزګران زحمت‌کشه خلک دي. که څه هم د کرنې ځمکه کمه ده، خو د باغدارۍ لپاره ډېره مناسبه ده، په ځانګړې توګه د شرقي زون د ستروسو باغونو ښه نتیجه ورکړې.»
ښاغلي محمد د کرنې او بڼوالۍ د پراختیا لپاره د مېوو او سبو د تولید، سړو خونو جوړولو او د مارکېټ امکاناتو د ښه‌والي په اړه اړینې طرحې هم وړاندې کړې، چې د قونسل له لوري د ملاتړ ډاډ ورکړل شو.


دیدار رئیس زراعت لغمان با مسئولان قونسلگری ایران در زون شرق
۱۲ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
مجید رضا پناه قونسل جمهوری اسلامی ایران در زون شرق، همراه با یحیی مسئول امور فرهنگی و نجیب‌الله معاون روابط خارجی، با مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لغمان در دفتر کارش دیدار و در مورد گسترش همکاری‌ها در بخش زراعت گفت‌وگو کردند.
قونسل مجید رضا پناه ضمن قدردانی از استقبال و دیدار رئیس زراعت لغمان گفت که هدف سفر آنان فراهم‌سازی زمینه همکاری‌های بیشتر در بخش‌های زراعتی این ولایت است. او در بخش‌های زراعت، باغداری، سیستم آبیاری قطره‌ای، ایجاد سردخانه‌ها، تولید سبزیجات و میوه‌ها و صادرات آن به کشورهای خارجی، همچنان در زمینه جلب سرمایه‌گذاری‌ها، وضعیت را مورد بررسی قرار داد و وعده همکاری در این بخش‌ها را داد.
در مقابل، مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت لغمان از سفر و توجه قونسل ایران قدردانی کرد و گفت: «دهقانان لغمان مردم زحمت‌کش هستند. هرچند زمین‌های زراعتی این ولایت کم است، اما برای باغداری بسیار مناسب می‌باشد، به‌ویژه باغ‌های مرکبات در زون شرق نتایج خوبی داشته است.»
او همچنان طرح‌هایی را در زمینه توسعه زراعت و باغداری، افزایش تولید سبزیجات و میوه‌ها، ایجاد سردخانه‌ها و بهبود امکانات بازاریابی ارائه کرد که از سوی قونسل ایران وعده حمایت از آن داده شد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۴۷
Background image

د کرنې وزارت لخوا ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۵۷
Background image

فراه کې پر زرګونو مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل لړۍ پیل شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «سي.اچ.اې»  مؤسسې په تخنیکي همکاری او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۴۹
Background image

د لغمان د کرنې ریاست د بودجې لګښتونو او عوایدو ارزونه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سپارښتنې پراساس، د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین په مشرۍ یو پلاوی لغمان ولایت ته سفر وکړ،. . .

بازگشت