د لغمان دکرنې رییسی د ختیځ زون د خوړو نړیوال پروګرام د دفتر له مسوول سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۰:۴
د لغمان دکرنې رییسی د ختیځ زون د خوړو نړیوال پروګرام د دفتر له مسوول سره وکتل

۲۹ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد، د خوړو نړۍوال پروګرام د ختیځ زون د دفتر مسوول ډاکټر اجمل موند او د یاد دفتر یوشمېر نورو چارواکو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
ددې کتنې په ترڅ کې راغلو مسؤلینو دخپلې پیژندنې ترڅنګ وویل، چې د خوړو نړۍوال پروګرام د کرنې ریاست سره د اصلاح شوو تخمونو، کیمیاوي سرو، نیالګیو وېش، کرنیزو ماشین الاتو او وسایلو  د دې سربېره په نورو برخو کې مرستې کړي او په راتلونکي کې هم دغو مرستو ته دوام ورکوي، او له دغه ریاست څخه یې وغوښتل چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخو کې شته اړتیاوې او مهمې پروژې دوی ته دجدول په بڼه دمنظوریدو لپار شریکې کړي.
 په ورته وخت کې د لغمان دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د یاد دفتر مسؤلینوته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له دوی څخه مننه وکړه، چې د کرنې اومالدارۍ سکتور د پراختیا په موخه له دغه ریاست سره همکاري کوي. د لغمان دکرنې رییس له دوی وغوښتل، چې د وحشي ترخو بادامو، زیتون او پستې بوټي چې په غرونو کې په وحشي بڼه شتون لري د پیوند داصلاح په پروګرامونو، د چکډیمونو جوړولو، او کرنیزو کانالونو پاککاري او ترمیم پروژو په پلي کولو کې دې ورسره مرستې او همکارۍ وکړي.
 په ورته مهال د لغمان د کرنې رییس راغلو مسؤلینو ته د پروګرامونو په تطبیق کې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت