د لغمان دکرنې رييس د سولې بنياد مؤسسې چارواکو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۹:۳۶
د لغمان دکرنې رييس د سولې بنياد مؤسسې چارواکو سره وکتل

د لغمان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رييس الحاج مولوي محمد ولي محسن د خپل کار په دفتر کې د سولي بنیاد (ROP) مؤسسې مرکزي مسؤل اندریو فلیپ ولایتي مسؤل محمد حارث رضا او یو شمېر نورو چارواکو سره وکتل.
ددې کتنې په ترڅ کې د لغمان دکرنې رييس يادو چارواکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د بڼوالۍ د پراختیا او بزګرانو ته د کیمیاوي سرو د وېش له امله د دې مؤسسې د ترسره شوو خدماتو څخه مننه او قدردانۍ وکړه او د لغمان مرکز مربوط اطرافي سيمو او ولسوالیو ته یې د خدماتو د پراختیا غوښتنه وکړه.
ورپسې سولي بنیاد (ROP) مؤسسې مرکزي مسؤل اندریو فلیپ په خپل وار د لغمان کرنې ریاست د همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه او په راتلونکې کې یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه هغه وويل ستاسو همکارۍ ته اړتيا لرو ترڅو وکولای شوو چې پروګرامونه لا په مؤثر او اغیزمنه بڼه تطبیق کړای شوو. 
ښاغلی فليپ وويل"زموږ موخه د بزګرانو او کرنیزو کاروباریانو د ملاتړ له لیارې د انکشاف او پراختیا رامینځ ته کول دي، نه بلا عوضه مرستې توزیع کول."
سولي بنیاد (ROP) مؤسسې مرکزي مسؤل اندریو فلیپ همدارنګه د ښځو په رهبرۍ د کرنیزو کاروبارونو د حمایت او ملاتړ لپاره مالي برنامې (ګرنټ) او د کرنیزو کاروباریانو له لارې بزګرانو ته په ۵۰ سلنه سبسایډي  سره د کرنیزو تولیدي عواملو او وسایلو وېش پروګرام په اړه معلومات وړاندې کړه. 
د غونډې په پای کې د لغمان کرنې رييس په رهبرۍ د لغمان په ولایت کې کرنیزو کاروباریانو او په شنوخونو کې د سبو تولیدونکو ټولنو له بزګرانو سره جلا جلا لیدنې وشوي، ستونزې یې په ګوته او د حل په برخه کې یې ورته ډاډ ورکړل شوو. 
همدارنګه د مهترلام سړوخونو او پنج پای سیمې څخه لیدنه وشوه، اندریو فلیپ ژمنه وکړه چې د خصوصی سکتور له لارې به د سړوخونو د ترمیم او فعالیدو او پنج پای سیمه کې د باران اوبو د زېرمو جوړولو په پار هلې ځلې کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت