د لبنياتو صنعت د پراختيا پر طرحه خبرې وشوې

content_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۴:۲۷
د لبنياتو صنعت د پراختيا پر طرحه خبرې وشوې

۱۸غويی ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي، مرستيالان او دتخنيکي برخې يوشمېر رييسانو او  سلاکارانو په حضور کې د لبنياتو صنعت د پراختيا پر طرحه خبرې وشوې.
د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت الله غفوري دکرنې وزير سره ددې طرحې د جزيياتو په شريکولو سره وويل، چې د لبنياتو صنعت د پراختيا طرحه مخکې د عالي اقتصادي شورا له خوا تاييد شوې ده.
ښاغلی غفوري وويل، چې د شېدې ټولولو مرکزونو زياتوالي ته زمينه برابرول، د لبنياتو د پروسس فابريکې جوړول او د لبنياتو ځنځيري ارزښت تقويت په دې طرحه کې شامل دي.
هغه وويل، چې افغانستان د کال درې ميليون مټريک ټنه لبنياتو ته اړتيا لري، او د لبنياتو د توليد په برخه کې ځان بسياينې ته د رسېدو په پار بايد د خصوصي سکټور ملاتړ او په ګډه ورسره کار ووشي. ښاغلی غفوري وويل، چې په افغاتستان کې د توليد کچه اوسمهال دوه ميليون او سل زره مټريک ټنو ته رسېږي.
دغه راز په غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستيال شېرشاه اميري وويل، چې د شېدې ټولولو او لبنياتو د پروسس مرکزونه ډېرشوي دي خو دا مرکزونه بسنه نه کوي. ښاغلی اميري وويل، چې د لبنياتو د توليد په برخه کې ځان بسياينې ته د رسېدو په پار د لبني موادو دتوليد زياتوالي ترڅنګ د کرنيزو فارمونو پر جوړولو او دغه راز د نظارتي سيسټمونو پر پياوړتيا بايد تمرکز وشي.
په همدې حال کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي په دې غونډه کې وويل، چې د لبنياتو په توليد کې ځان بسياينې ته رسېدل د هغه له مهمو کاري لومړيتوبوتو څخه دي.
ښاغلی احدي زياته کړه، چې د لبنياتو توليد په برخه کې ځان بسياينې ته رسېدل کولی شي،  چې د هېواد د مالدارانو او اقتصاد په تقويت کې له سترو لاسته راوړنو څخه وي.
دکرنې وزير وويل، چې دلبنياتو توليد په برخه کې ځان بسياينې ته د رسېدو د څرنګوالي په پار مطالعات ترسره شوي دي او طرحې هم شتون لري خو دا طرحې باید منظم او د پايلو پر اساس باید عملي شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت