د لامپي اسکین یا دڅارويو د پوستکي ناروغۍ د واکسیناسیون کمپاین پیل شو

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۸:۱۵
د لامپي اسکین یا دڅارويو د پوستکي ناروغۍ د واکسیناسیون کمپاین پیل شو


دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په همکارۍ د هېواد په پنځو ولایتونو کې د لامپي اسکین یا د څارویو د پوستکي ناروغۍ د واکسیناسیون کمپاین پیل شوی دی.
د یاد واکسین د کمپاین په پیل غونډه کې د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم وویل: «په افغانستان کې څه باندې څلور میلیونه څاروي شتون لري، د FAO  مؤسسې په همکارۍ څه باندې ۱۵۰ زره ډوزه واکسین په پنځو ولایتونو کې پلي کېږي، راتلونکې پړاو کې ۳۵۰ زره ډوزه واکسین پلي کېږي او په دررېم پړاو کې دوه نیم میلیون ډوزه واکسین چې د موسسو له خوا ژمنه شوې ده پلي کېږي.»
د FAOمؤسسې مرستیال انجنیر محمدآقا وویل: «ددې واکسین لومړۍ او دویم پړاو د FAO له تخنیکي بودیجې څخه پلي کېږي، درېیم پړاو یې د ډونرانو په همکارۍ پلي کېږي، یاد واکسین لومړی په هغو سیمو کې چې لبنیات او د غواروزنې فارمونه او دغه راز د شېدې راټولولو مراکز ډېر دي پلي کېږي، دا ناروغي تر ډېره په شېدې ورکوونکو غواوو اغېزه کوي او که کنټرول نه شي لوی اقتصادي زیان دی.»
په همدې حال کې د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذکرالله وویل: «په پیل کې ددې ناروغۍ د واکسینو د کمپاین پیل ده، په دویم ګام کې د حیواني کلینیکونو او رسنیو له لارې مالدارانو ته پوهاوی ورکول دي، چې دیاد مرض مخه ونیول شي، ددې ناروغي مخنیوی ډېر اړین دی، ددې لپاره چې ټول زیان یې مالدارانو ته ده، مالداران ترډېره هغه وګړي دي، چې د ژوند لګښتونه یې د همدې مالدارۍ له لارې ترلاسه کېږي.»
د لوګر ولایت د مالدارۍ ګوپراټیفونو یو استازی حاجی بشیر وویل: «ددې ناروغۍ د واکسین کمپاین په لاره اچولو په پار مننه کوم، مالداران ډېر زیانمن شوي دي، باید ورسره همکاري ووشي، له موسسو څخه مو هیله داده، چې داسې برنامې لاډېر او ورته ادامه ورکړي.»
د کابل په ولایت کې د غوالرونکو ټولنو رییس حاجی غفور، ددې واکسین د کمپاین د پیل په پار د خوښۍ ترڅنګ وویل: «خوښ یو چې د چاراکو له خوا دا کمپاین په لاره اچول شوې ده، په کابل کې داسې فارمونه شتون لري، چې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ زره ډالره په کې پانګونه شوې ده، که د مالدارۍ فارمونو ته پاملرنه ونه شي له منځه ځي.»
د پوستکي ناروغۍ یا لمپي اسکین یو وایروسي ناروغي ده، چې غواوې او مېښې پرې اخته کېږي، چې د میاشو چیچلو له لارې لېږدي، دا ناروغۍ د لومړي ځل لپاره په افریقا، وروسته په ۲۰۲۰ کې د هند، چین، نیپال او بنګلادیش هېوادونو او له هغه ځآیه پاکستان او سږکال زموږ هېواد ته انتقال شوې ده.
دا ناروغۍ د وزو او ورویو د چیچک او آبلې ویروسي ناروغیو سره نږدې اړیکې لري، د غواوو د اخته کېدو چانس ۴۸ سلنه او د مړینې چانس یې له ۱۰ تر ۳۱ سلنه راپور شوې ده او د نه پاملرنې له وجې کېدای شي، چې دا شمېره زیاته شي.
په دې ناروغۍ اخته څآروي تبه، افسردګي، کسالت او بې اشتهاهي لري او وروسته یې په ځان کې دانې پیداکېږي.
ددې ناروغۍ د مخنیوي په پار روغ څاروي له ناروغو هغو باید جلا شي، په ککړو ځآیونو کې روغ څاروي باید ورنه شي، د مړه شویو څآرویو جسدونه باید انتقال نه بلکه دفن شي او د څآرویو حفظ الصحه باید رعایت شي او ترڅنګ یې باید څاروي واکسین شي.د لامپي اسکین ناروغۍ واکسین د غواوو د معافیت سیسټم پیاوړي کوي، هر څاروي ته دوه سي سي زرقېږي او په سړوخونو کې د ۲ تر۸ درجې تودو خې کې له روښنایې لرې ساتل کېږي.

کمپاین واکسیناسیون مرض لامپی اسکین یا بیماری پوستی حیوانات آغاز شد
۲۷ سنبله ۱۴۰۱ ه‍.ش
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به همکاری سازمان زراعت و خوراکه ملل متحد (FAO)، کمپاین واکسیناسیون مرض لامپی اسکین یا بیماری ناهنجار پوستی حیوانات را در پنج ولایت آغاز نموده است.
مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری در مورد بیماری جلدی حیوانات معلومات داده و گفت:« بیش از چهار میلیون حیوان در افغانستان وجود دارد، به همکاری موسسه FAO بیش از ۱۵۰ هزار دوز واکسین در ۵ ولایت کشور تطبیق می‌شود، در مرحله بعدی بیش از ۳۵۰ هزار دوز واکسین تطبیق می‌گردد و در مرحله سوم دونیم میلیون دوز واکسین توسط موسسات وعده سپرده شده که تطبیق نماییم.»
انجنیر محمد آقا معاون موسسه FAO در این باره گفت:« مرحله اول و دوم این واکسین از بودیجه تخنیکیFAO  تطبیق می‌شود مرحله سوم آن با دونران هماهنگی می‌گردد، این واکسین اول در ساحات که لبنیات و فارم‌های گاوداری و مراکز جمع‌آوری شیر بیشتر است تطبیق می‌گردد، این مرض به گاوهای شیری تاثیر بیشتر دارد و اگر کنترول نگردد باخت اقتصادی بزرگ است.»
مفتی ذکرالله رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی وزارت زراعت گفت:« در ابتدا آغاز کمپاین این مرض بوده، بخش دوم آگاهی‌دهی مالداران از طریق کلینیک‌های حیوانی و رسانه به خاطر وقایه این مرض صورت می‌گیرد، جلوگیری از این مرض خیلی مهم است بخاطریکه زیان مستقیم به مالدار که یگانه راه درآمد و پیش‌برد زنده‌گی از این طریق صورت می‌گیرد استـ».
حاجی بشیر یک‌تن از نماینده‌گان کوپراتیف‌های مالداری از ولایت لوگر در این باره می‌گوید:« تشکری می‌کنیم از راه‌اندازی کمپاین واکسین این مرض، مالداران خیلی ضرر دیده اند باید همراه‌شان همکاری شود، از موسسات خواهش می‌کنیم که هم‌چون برنامه‌های را ادامه و تطبیق نمایند.»
حاجی غفار، رییس اتحادیه گاوداران در ولایت کابل ضمن خرسندی از آغاز کمپاین این واکسین می‌گوید:« خوشحال استیم که مسوولین این کمپاین را راه اندازی نمودند، در کابل فارم‌های وجود دارد که از یک الی دو لک دالر سرمایه گذاری شده است، اگر به فارم‌ها و مالداران توجه نشود ورشکست می‌شوند.»
بیماری ناهنجاری پوست یا لمپی اسکین یک‌بیماری ویروسی است که گاوها و گاومیش‌ها را مبتلا می‌کند که توسط گزیدن حشرات انتقال می‌نماید، این مرض ابتدا در افریقا بعد در سال ۲۰۲۰ به هند، چین، نیپال، و بنگلادیش از آنجا به پاکستان و امسال در کشور ما شیوع نموده است.
این مرض ارتباط نزدیک با ویروس‌های آبله یا چیچک گوسفند و بز دارد، فیصدی مبتلا به گله گاوها تا ۴۸ درصد و میزان مرگ میر از ۱۰ الی ۳۱ درصد گزارش داده شده است و ممکن در صورت عدم توجه بالا برود.
حیوانات مبتلا به این مرض تب، افسرده، کسل و بی اشتها بوده و بعد نادولها یا دانه‌های متعدد در بدن آن ظاهر می‌گردد، به منظور جلوگیری از این مرض حیوانات سالم از حیوانات مریض جدا، از داخل شدن حیوانات سالم به محیط ملوث جلوگیری، جسد حیوانات مرده انتقال نکرده بلکه دفن شود و حفظ الصحه حیوانات مراعت گردد و پیش از مصاب شدن به این مرض واکسین شود.
واکسین بیماری لامپی اسکین باعث تشکیل معافیت فعال در گاوها می‌گردد، به مقدار دو سی سی به حیوانات زرق گردیده در درجه حرارت ۲ الی ۸ درجه حرارت دور از روشنایی در سرد خانه ها نگهداری می‌گردد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۶:۷
Background image

هېواد کې د وچو مېوو د تولید او کیفیت لوړوالی؛ له کندهار څخه صادرات ۵ زره مټریک ټنو ته رسېږي


۱۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هڅو او پروګرامونو په پایله کې، چې په هېواد کې د وچو مېوو د کیفیت د ښه والي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا یو تخنیکي پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو (سمنګان، بلخ او سرپل) ته د څړځایونو د سروې، تشخیص او ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د شولګرې ولسوالی په کچه د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۰. . .

بازگشت