د قوشتیپې کانال له اوبو څخه د اغېزمنې استفادې د کمېټې غونډه د کرنې په وزارت کې دائره شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۹:۲۴
د قوشتیپې کانال له اوبو څخه د اغېزمنې استفادې د کمېټې غونډه د کرنې په وزارت کې دائره شوه

د قوشتېپې کانال د اوبو د اغېزمنې استفادې د کمېټې غونډه د قوشتېپې کانال د کار د پرمختګ څرنګوالی او د امو سیند د اوبو له سرچینو څخه د استفادې په برخه کې د همکارۍ په اړه د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ، د اړوندو رییسانو او د اوبو، انرژۍ، برېښنا، کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په برخه کې د متخصصینو په حضور کې دائره شوه.
په دې غونډه کې ګډونوالو د امو سیند له اوبو څخه د استفادې د څرنګوالي، د قوشتېپې کانال د چارو د پرمختګ او په نږدې او لرې راتلونکي کې د دغو پروژو د اهمیت په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت په استازيتوب د دفتر رییس مولوي حسين احمد خورشيد، د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس مولوي مصباح الدين مستعین او د کرنې سکتور سلاکاران، د انرژۍ او اوبو وزارت په استازيتوب د اوبو د چارو د ادارې رییس محمد نعمان نثار، د سرحدونو د اوبو د چارو رییس برکت الله اریوبي، حقوقي سلاکار اسد میلاد، د سرحدونو او سرحدي اوبو چارو ریاست مرستیال اکرام کامل، د ملي پراختیا شرکت د ودانیزو چارو رییس عبدالقادر متین، د ملي پراختیا شرکت رییس انجنیر محمد بصیر احساس او د بهرنیو چارو وزارت استازی محمد شعیب شفیق حضور درلود.

جلسه کمیته استفاده موثر از آب کانال قوش تیپه در وزارت زراعت برگزار شد 
۲۱ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
 جلسه کمیته استفاده موثر از آب کانال قوش تپه پیرامون چگونگی پیشرفت کار کانال قوش‌تپه و همکاری در زمینه استفاده از منابع آب دریای آمو تحت رهبری مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و حضور روساء، متخصصان آب، انرژی، برق، زراعت، مالداری و آبیاری دایر گردید.
در این جلسه  حاضران  در مورد چگونگی استفاده از آب دریای آمو، پیشرفت کار کانال قوش تپه و اهمیت این پروژه‌ها در آینده نزدیک و دور بحث و رایزنی نمودند.
در مجلس به نمایندگی از وزارت زراعت مولوی حسین‌احمد خورشید رئیس دفتر، مولوی مصباح‌الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه و مشاوران سکتور زراعت، به نمایندگی از وزارت انرژی و آب محمد نعمان نثار رئیس اداره امور آب، برکت الله‌آریوبی رئیس اداره‌ آب‌های سرحدی، اسد میلاد مشاور حقوقی، اکرام کامل معاون ریاست سرحدات و مسائل آب‌های سرحدی، عبدالقادر متین رئیس بخش ساخت و ساز شرکت انکشاف ملی، محمدبصیر احساس انجینر شرکت انکشاف ملی، محمدشعیب شفیق نماینده وزارت خارجه حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت