د غصب د مخنيوي کميټې په اړه د امیرالمٶمنین حفظه الله فرمان د لوګر ولایت ملکي او نظامي چارواکو سره شریک شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۱:۲۰
د غصب د مخنيوي کميټې په اړه د امیرالمٶمنین حفظه الله فرمان د لوګر ولایت ملکي او نظامي چارواکو سره شریک شو

۲۹ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۵ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد د مقررې د انفاذ په هکله د عالیقدر امیرالمٶمنین حفظه الله نوی صادر شوى فرمان د لوګر ولایت په کچه د ملکي او نظامي مسؤولینو سره شریک شوو.
هغه غونډه چې په همدې موخه د لوګر ولایت مقام کې جوړه شوې وه، پکې د لوګر مرستیال والي مولوي الحاج عنایت الله شجاع سربېره، د ولايت مقام د دفتر رییس مولوي ميرویس وحيدالله، د کرنې رییس مولوی سید امین هاشمي د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر مولوي کفایت الله ملنګ، د عدلي او قضایي ارګانونو مسؤولینو، د مرکز او ولسوالیو د ملکي او نظامي ادارو مسؤولینو ګډون کړی وو.
په پیل کې د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي له غصب څخه د مخنیوي کميټې د تشکیل او مقررې په اړه د امیرالمٶمنین حفظه الله یو تازه فرمان له ګډونوالو سره شریک کړ او ترڅنګ یې وویل؛ د دغه فرمان په رڼا کې به د خلکو ډېری ستونزې حل او عامه ملکیتونه او دولتي ځمکې به د تخنیکي کمېټې لخوا په ټولیزه توګه تثبیت او له غصب څخه مخنیوی وشي.
ور پسې د ارشاد حج او قافو رییس مولوي فضل الکریم احمد له لوري د غصب کميټې په اړه جوړه شوې مقرره، چې په څلورو فصلونو او یووېشتو مادو کې د امیرالمٶمنین حفظه الله د فرمان په اساس توشیح شوې ده او د ټاکل شوو ادارو لخوا به د پوره همکارۍ او همغږۍ په چوکاټ کې پلي شي، له ګډونوالو سره شریک شول.
د لوګر مرستیال والي مولوي عنایت الله شجاع وویل؛ یاد فرمان پر ملت باندې د امیرالمٶمنین حفظه الله  لخوا پېرزوینه ده، باید اړونده ادارې دې دغه فرمان په نظر کې نېولو سره د تطبیق په برخه کې له پوره جدیت څخه کار واخلي او هیچاته اجازه ور نکړي ترڅو د دې فرمان په مغایرت کې کار وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د امیرالمٶمنین حفظه الله د امارتي (دولتي) ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کميټې د تشکیل او صلاحیتونو په اړوند یو فرمان ورکړی دی، چې پکې داسې راغلي: «هېڅوک د دولتي مسؤولینو او ادارو په ګډون حق نلري، چې په عامه ځمکو کې د امیرالمٶمنین حفظه الله د فرمان پرته  پر خپل سر تصرفات وکړي، وې پلوري، وې وېشي او نور پلانونه پکې پلي کړي.»  
باید وویل شي، چې لوګر کې په تېرو شلو کلونو کې کابو ۶۰ سلنه دولتي ځمکې او عامه ملکیتونه غصب شوي، چې د ا.ا.ا له راتګ سره سم تر اوسه له غصب څخه د مخنیوي ولایتي کمېټې لخوا په زرګونه جریبه دولتي ځمکه بېرته له غاصبینو څخه راګرځول شوې ده او دا لړۍ روانه ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خواخوږۍ پیغام

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خواخوږۍ پیغام
وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
په ډېره خواشینۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا په‌پار د روسیې فدراسیون ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال رسمي سفر

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق 
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، د یاد وزارت د یوه تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۴۳
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د قدرتي،. . .

بازگشت