د سرپل دکرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۷ - ۹:۲۳
ارزیابی فعالیت‌های ریاست زراعت سرپل


۲۷ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۱صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، سرپل ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت د کرنې ریاست د فعالیتونو د راپور اورېدلو ترڅنګ دیاد ولایت د څېړنیز فارم یا ځنګل بڼ څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دسرپل دکرنې سکټور چارواکو د اوبو کمښت یوه لویه ستونزه وبلل او یادې ستونزې ته د جدي پاملرنې غوښتونکي شول، ترڅو د اړوندو بڼونو او فارمونو د خوړو بولو په پار اوبو ته لاس رسی پیدا کړي. 
په همدې حال کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال له یادو چارواکو سره ژمنه وکړه، چې د دوی ستونزې ته حل لار پیدا کوي او ترڅنګ یې د دوی ملاتړ هم کوي.
د سرپل ځنګل بڼ ۲۵۰ جریبه ځمکه ده، چې په کې ډول ډول مثمر او غیر مثمرې نیالګي پالل کېږي.


ارزیابی فعالیت‌های ریاست زراعت سرپل
۲۷ سنبله ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سفرش به ولایت سرپل ضمن شنیدن گزارش فعالیت‌های مسوولان این اداره از باغ جنگل یا فارم تحقیقاتی این ولایت دیدن کرد. 
 در این دیدار مسوولان سکتور زراعت سرپل کمبود آب را یکی از مشکلات عمده عنوان نموده خواستار توجه به آن شدند تا بتوانند به فارم ها و باغ های مربوطه در جهت رساندن آب رسیدگی کنند. معین مالی و اداری وزارت زراعت به کارمندان این اداره وعده سپرد که در جهت حمایت و رفع نیازمندی های شان تلاش می‌کند. 
 باغ جنگل دارای مساحت حدود ۲۵۰ جریب می‌باشد و در آن انواع مختلفی از درختان مثمر و غیر مثمر پروش داده می‌شود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت