د سروې کدستر او مېټاډېټا رییسان معرفي او په کار یې پیل وکړ

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۱:۸
د سروې کدستر او مېټاډېټا رییسان معرفي او په کار یې پیل وکړ

۷ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وړانديز او د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء د حکم په اساس مولوي محمد نبی د سروې کدستر او مولوی سید عبدالواحد هارون د مېټاډېټا رییس په توګه وګمارل شول.
په هغه مراسمو کې، چې دکرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست په لوی تالار کې جوړه شوې وه، د سروې کدستر او مېټاډېټا رییسان د ادارضۍ لوی ریاست د استملاک او بيا مېشتېدنې لوی رییس او د دغه  ریاست کفيل مولوي عبدالعلي عمري له لوري مسؤلینو ته معرفي شول.
په پیل کې، د اراضۍ لوی ریاست د استملاک او بيا مېشتېدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: «په اداره کې تغییر او تبدیل یو اصل دی او دا کار د چارو د ښه تنظیم او مدیریت لپاره ترسره کېږي.» د استملاک او بيا مېشتېدنې لوی رییس نوي ګمارل شوي مسؤولينو ته په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او له مخکني مسؤلینو څخه يې هم د هغو د زیار او کوښښ څخه مننه وکړه.
نوموړي همداراز له ټولو کارکوونکو او مسؤلینو څخه وغوښتل، ترڅو په خپلو دندو او مسئولیتونو کې په پوره دقت او جدیت سره کار وکړي.
ښاغلي عمري نوي ګمارل شوي رییسانو ته هم په چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او له نوموړو څخه یې وغوښتل، ترڅو په خپلو دندو کې له صداقت، اخلاص او شفافيت څخه کار واخلي.
په پای کې دکرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست ټولو مسؤلینو او کارکوونکو نوي ګمارل شوي رییسانو ته د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۱
Background image

غور کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیلېږي؛ د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د چارو پر روڼتیا او دقت ټینګار وکړ

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ، د غور ولایت د څړځایونو د سروې او تثبیت د بهیر د پیل او د اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۸
Background image

میدان وردګو کې د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه پراختیايي او روغتیايي فعالیتونه روان دي

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې د یوې همکارې مؤسسې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د پنجشېر د کرنې ریاست د مالي چارو او د عوایدو د زیاتوالي د لارو چارو ارزونه

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ یوه پلاوي، د مالي او اداري چارو د هر اړخیزې. . .

بازگشت