د روان کال په لومړی نیمایي کې، څه باندې ۹ټنه زېره راټول شوي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۶:۲۷
تنها در نیمه‌ی اول امسال، بیش از ۹ تُن زیره برداشته شده است

۹مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او مالوماتو ریاست شمېرې ښیي، چې د روان لمریز کال په لومړی نیمایي، کې د هېواد په کچه ۹ مټریک ټنه زېره راټول شوي دي.
یاد ریاست دغه راز وایي، چې تېرکال په ټولیزه توګه ۱۲.۹۸۹ مټریک ټنه زېره راټول شوې وه. د دې شمېرې پر اساس، د تېرکال په پرتله د زېرې سږني کچه به د پام وړ زیات شي.
دغه راز د کرنې وزارت د احصایې ریاست شمېرې ښیي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له هېواده بهر ددې بوټي د صادراتو کچه د تېرکال د ورته دورې په پرتله، زیات شوي دي او ددغو صادراتو ارزښت شپږ میلیونه او ۲۱۶ زره ډالرو ته رسیږي. تېرکال د زېرې د صادراتو ټولیز ارزښت شپږ میلیونه او ۴۳۱ زره ډالرو ته رسېدلې وه. دغو شمېرو ته په کتو د روان کال تر پایه د زېرې د صادراتو کچه هم د پام وړ زیاتیږي.
په افغانستان کې بدخشان، جوزجان، ارزګان، دایکندي، نیمروز، زابل، هلمند، کندهار، بلخ، سمنګان، فراه، بادغیس او پکتیکا د زېرې لوی تولیدوونکي ولایتونه دي.
د زېرې بوټې ۱۵ تر۵۰ سانتي مترو پورې لوړوالي، نرۍ او اوږدې رېښې لري. زېره بېلابېل ډولونه لري، چې تر ټولو نوموتي هغو یې توره زېره، سپینه زېره او شنه زېره ده. له زیرې څخه په خوړو او طبابت کې ګټه اخیستل کیږي او په کور د ننه او بهر ښه مارکېټ هم لري.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۸:۴۸
Background image

پکتیکا کې د جلغوزیو د لس سلنې محصول د راټولولو بهیر تر څارنې لاندې دی

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د پکتیکا د کرنې ریاست د جلغوزیو د ودې او پراختیا له عمومي مدیر سره یوځای د سروبي، ارګون او. . .

بازگشت