د خوست کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي په دې ولایت کې خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي.
د دغو هلو ځلو په دوام د خوست مرکز اړوند خیرالناس کلی کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه.
باید وویل شي، چې د خوست ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.
