د خوست علیشیرو او تریزیو کې پر ۲۵۹ مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۹:۵۹
د خوست علیشیرو او تریزیو کې پر ۲۵۹ مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې  

۱۹ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د او.آر.ډي مؤسسې په ملاتړ، ددې ولایت د علیشیرو او تریزیو ولسوالی پر ۲۵۹ مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.  
د دې پروګرام له مخې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه توره سره او ۵۰ کیلو ګرامه سپینه سره ووېشل شوه.
دا اصلاح‌شوي تخمونه په منځنۍ کچه د کرنیزو حاصلاتو د ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنې زیاتوالي لامل کېږي.
یاده دې وي چې یاده مووسسه به بزګرانو ته د خپلو کارمندانو له لارې تخنیکي روزنه هم برابره کړي، ترڅو د اصلاح شویو تخمونو او سرې اغېز په ښه توګه عملي شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت