د تېرې ورځې د شهیدانو د فاتحې په مراسمو کې د کرنې وزارت سرپرست: پرونۍ پېښه، ملي غمیزه وه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۳ - ۱۳:۴۴
سرپرست وزارت زراعت در مراسم دعاخوانی به شهدای دیروز: حادثه‌ی دیروز، تراژیدی ملی بود


۱۳ لړم ۱۳۹۹
د کرنې وزارت کارکوونکو د کابل پوهنتون د تېرې ورځې خونړي برید د شهېدانو لپاره د فاتحې مراسم په ځای کړل.
د کرنې وزارت مشرتابه او کارکوونکي، دیاد وزارت د پلان په تالار کې د کابل پوهنتون د شهید شویو استادانو او زده کړیالانو روح ته د دعا لاسونه لپه کړل، د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه او هغوی ته یې د لوی خدای (ج) په دربار کې د فردوس جنت هیله وکړه.
د قران کریم له تلاوت او د ګډونوالو له دعا وروسته د کرنې وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي په خپلو خبرو کې وویل: «پرونۍ پېښه، بده پېښه وه، دا ترورستي کار، لوی جنایت دی، دا پېښه په هيڅ ټکو محکوم او تقبیح کولای نه شو، باید ددې پېښې پر وړاندې په یووالي مقاومت وکړو.»
د ښاغلي احدي په خبره، د ورته پېښو پر وړاندې باید حکومت او خلک ودریږي، ځکه له مقاومت پرته بله لار نشته.
د کرنې وزارت سرپرست وویل: «سره له دې چې داسې پيښې دردوونکي دي، خو باید مقاومت وکړو، څو ورځې وړاندې د کوثر د روزنیز مرکز پېښه او پرونۍ پېښه، ترورستي پېښې دي، باید د داسې پېښو پر وړاندې مقاومت وکړو، تسلیمېدل د حل لار نه ده، هغو کورنیو ته چې په دې پېښه کې یې خپل د کورنۍ ګران غړي له لاسه ورکړي دي، تسلیت وایم، او ورته د صبر او استقامت هیله کوم، دغه راز ددې تروریستي پېښې ټپیانو ته عاجله شفا غواړم.»
ښاغلی احدي وویل، هیله لرم، چې خلک د خپلو حقونو په حفظ سره ژوند ولري او د انسانیت په اډانه کې ژوند وکړي، نه د وحشت په اډانه کې.»

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ موظف پلاوي د عوایدو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

بازگشت