د تغذیې او زده کړې نړیواله مؤسسه دکرنې او مالدارۍ مرستیال ته خپل راپور وړاندې کړه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۱۲:۵۱
د تغذیې او زده کړې نړیواله مؤسسه دکرنې او مالدارۍ مرستیال ته خپل راپور وړاندې کړه

د تغذیې او زده کړې نړیوالې مؤسسې (NEI) چارواکو دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني او د څېړنې د برخې رییسانو او تخصصینو سره  خپل یو کلن فعالیتونه شریک کړل.
په همدې موخه د کرنې وزارت  مسلکي معینیت کې غونډه جوړه شوې وه او ګډونوالو د یادې مؤسسې له چارواکو پوښتنې وکړې، چې ځوابونه ورکړل شول.
د غونډې په پیل کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثمانې خبرې وکړې او ویې ویل: «د د لوړ کیفیت لرونکي، سالم او پروتین لرونکي کرنیزو محصولاتو تولید د کرنې وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دی. که دا لومړیتوبونه پوره شي، نو خلکو ته به با کیفیته، سالمه او صحي محصولات چمتو شي او موږ به یوه سالمه ټولنه ولرو.»
ښاغلي عثماني زیاته کړه: «موږ هڅه کوو چې د افغانستان له کروندو څخه ښه کیفیت لرونکي خواړه ترلاسه کړو او په دې برخه کې له کروندګرو سره مرسته وکړو، له دغو چوپړتیاوو څخه یو هم څېړنه ده، چې ستاسو مؤسسه د څېړنو ریاست په همکارۍ کولای شي بزګرانو ته روزنه ورکړي او دوی ته نوې اصلاح شوي تخمونه معرفي کړي. هیله لرو چې تاسو به په خپلو فعالیتونو کې صداقت او روڼتیا په پام کې ونیسئ، ځکه خلک په دې برخه کې کار کولو ته ډېره اړتیا لري.»
په همدې حال کې د تغذیې او زده کړې نړیوالې مؤسسې (NEI) یو مسوول ډاکټر نثار احمد هم په خپلو خبرو کې وویل، چې تېر کال د سویابینو پر ۱۲ ډوله تخمونو څېړنه شوې وه، چې پایلې یې د قناعت وړ دي.
د ښاغلي نثار په وینا د دوی ننداریزې کروندې د افغانستان په ۶ زونونو کې موجودې دي، دوی د کرنې وزارت د څېړنو له ریاست سره نږدې همکاري لري او سږ کال یې په څو ولایتونو کې ۱۰۰۰ ننداریزې کروندې جوړې کړې دي.

گزارش دهی موسسه تغذیه و تعلیم بین‌المللی به معین زراعت و مالداری 
۲۲ جوزا ۱۴۰۲ هـ.ش
مسوولان موسسه تغذیه و تعلیم بین‌المللی(NEI) فعالیت‌های یک‌ ساله خویش را به مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، روساء و متخصصان بخش تحقیق شریک ساختند.
نشستی به همین منظور در معینیت مسلکی وزارت زراعت دایر شده بود و حاضران نیز سوالاتی از مسوولان این موسسه پرسیدند که  به آن پاسخ شد.
مولوی صدارعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در آغاز صحبت نموده گفت:" تولید محصول باکیفیت زراعتی، صحی و دارای پروتین بیشتر از اولویت‌های اساسی وزارت زراعت می‌باشد، در صورت بر آورده شدن این اولویت ها حاصل محصول با کیفیت غذایی صحی و سالم به مردم تهیه می‌شود و یک جامعه سالم می‌داشته باشیم".
آقای عثمانی علاوه کرد:" در تلاش هستیم که از مزارع افغانستان غذایی باکیفبت بهتر حاصل کنیم و بتوانیم دهقان را نیز در این راستا کمک کنیم، یکی از این عرضه‌ها تحقیق می‌باشد که موسسه شما در همکاری ریاست تحقیقات می‌تواند دهقانان را آموزش و تخم‌های نو را به آن‌ها معرفی نماید، امیدداریم که در فعالیت‌های تان صداقت و شفافیت داشته باشید، چون مردم به این بخش بسیار نیاز مند می‌باشند تا کار شود". 
 در همین حال داکتر نثار احمد یک تن از مسوولان موسسه تغذیه و تعلیم بین‌المللی(NEI)   نیز در صحبت‌هایش گفت که در سال گذشته روی ۱۲ نوع تخم سویابین تحقیق صورت گرفته‌است که نتیجه آن قناعت بخش ‌است.
به گفته آقای نثار قطعات نمایشی آن‌ها در ۶ زون افغانستان موجود است که همکاری نزدیک با ریاست تحقیقات وزارت زراعت دارند و امسال ۱۰۰۰ قطعه نمایشی را در چندین ولایت احداث نموده‌اند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت