د بغلان کرنې ریاست کې سکتوري غونډه وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۴:۵۲
د بغلان کرنې ریاست کې سکتوري غونډه وشوه

۸  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۵ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د بغلان ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په مقام کې له سکتوري رياستونو او همکارو برنامو سره سکتوري غونډه د ياد رياست د کرنیزو چارو آمر ښاغلي مولوي نعمت الله نوري په مشرۍ ترسر ه شوه، چې پکې د یاد ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت آمر داکتر تاج محمد احمدزی  د سينديزې حوزې استازی سور ګل حقیار، د کرنې رياست مدیرانو،د «ACTED»  دفتر استازو دوست محمد روکی او انجنیر جمع الدین نظری ،د « AKF» دفتر استازی صدیق الله احساس او د «ASIO» دفتر استازی محمد فهیم کوهدامني پکې ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې ښاغلي مولوی نعمت الله نوري په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د همکارو برنامو د تېرو کړنو د راپورونو او راتلونکو پلانونو له اوريدنې وروسته د همکارو برنامو له مسولينو وغوښتل، چې کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مرستو جلبولو هڅه وکړي، همدا راز ښاغلي نوري زياته کړه چې خپلې راتلونکې پروژې د سکتوري رياستونو سره په همغږۍ په لوړ کيفيت سرته ورسوي.
ورپسې د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړ او خپل راتلونکي پلانونه يې د غونډې له ګډونوالو سره هم شريک کړل.
د غونډې په پای کې ښاغلي نوري د همکارو برنامو مسئولينو ته د پروژو د ښه تطبیق او ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې هم وکړې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۴۳
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د قدرتي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۴۳
Background image

د قاچاقي څارویو پر وړاندې هلې ځلې، دا ځل د ۵۱ څارویو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مالدارۍ آمریت د معلومات له مخي، د سپین بولدک ولسوالی پر ډیورنډ فرضي کرښه د ویښو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

بازگشت