د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
هیئت عالی‌رتبه ایران به رهبری وزیر جهاد کشاورزی وارد کابل شد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه په مشرۍ، د دغه وزارت د یو شمېر مرستیالانو او تخنیکي ټیمونو د غړو په ملتیا، د افغانستان د کرنې وزارت له مسؤولینو سره د لیدنې او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نړۍوال نندارتون کې د ګډون په موخه کابل ته راورسېد.
دغه پلاوي ته کابل ته له رسېدو وروسته، د کابل په هوايي ډګر کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د دغه وزارت یو شمېر مسؤولینو له لوري تود هرکلی وویل شو.
ټاکل شوې، چې د ایران د کرنې جهاد وزیر او ورسره مل پلاوی به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزیر مولوي عطاءالله عمري او د اسلامي امارت د یو شمېر نورو چارواکو سره لیدنه وکړي او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه به خبرې اترې وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون 

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۴۶
Background image

پکتیکا په مرکز کې له جوړېدونکې ۶۰۰ میټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وشوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د مستوفیت، عدلیې، ښار جوړونې، ښاروالۍ، سرحدونو او حج او اوقافو. . .

بازگشت