د ایران د کرنې جهاد له مرستیال وزیر سره د کرنې وزیر لیدنه

۳۱ زمری ۱۴۰۲ه.ش
۵ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه.ق
د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري چې د ایران د اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی، د ایران کرنې جهاد مرستیال وزیر مجتبی خیام نګوئي او د ایران د کرنیزو څېړنو، روزنې او ترویج مرکز رییس سره وکتل.
په دې کتنه کې د ایران د کرنې جهاد مرستیال وزیر اعلان وکړ چې دوی به له افغانستان سره د پوهنې او نسلي بدلون په برخو کې مرسته وکړي. «ددې لپاره، چې موږ د وريجو په برخه کې جلا مرکز لرو او په همدې توګه د ټولو حبوباتو په برخه کې د څېړنې او ترویج جلاجلا مرکزونه لرو موږ تاسو ته لارښوونه کولی شو چې تاسو هم زموږ له تجربو څخه ګټه پورته کړئ او هغه تجربې په خپل هېواد کې پلي کړئ. موږ د روزنې او څېړنې او زموږ له مرکزونو څخه د لیدنې په برخه کې دپه بشپړه توګه ستاسو سره همغږي او همکاریو.»
دغه راز د ایران کرنې جهاد مرستیال وزیر ښاغلی مجتبی خیام نکوئي د افتونو او ناروغیو د کنټرول په برخه کې هم خپل چمتووالی څرګند کړ او زیاته یې کړه:«د آفتونو د کنټرول په برخه کې موږ تاسو سره مرسته کولی شو چې څنګه او له کومو لارو چارو د آفتونو او ناروغیو مخه نیسو، ځکه چې هغه آفتونه او ملخان چې له افریقا څخه راځي لومړی له ایران څخه راځي او له ایران څخه افغانستان ته راځي او همداسې مخته ځي او بېرته را ګرځي، داچې څنګه کولای شو، چې د دغو افتونو مخنیوی وکړ په دې برخه کې موږ تاسو سره مرستې او همکارۍ کوو او په نورو برخو کې هم همکارۍ ته چمتو یو.»
په همدې حال کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د ایران د کرنې وزارت د مرستیال د وړاندیزونو له اورېدو وروسته د دوی د همکارۍ د اعلان هرکلی وکړ او زیاته یې کړه:«موږ ستاسو ټول وړانديزونه واورېدل او ځآن سره مو نوټ کړه، وروسته له دې چې موږ کابل ته لاړو، موږ به هغه مسايل وڅېړو چې تاسو يادونه وکړه، او که کومه جدي اړتيا وي، چې اړتیا هم ورته شته، موږ به ايران ته د پورته موضوعاتو د روزنې په پار يو پلاوى واستوو چې پورتني مسايل په ګوته کړي او لومړی کار چې موږ به یې ترسره کړو موږ به د څیړنې او ترویج په برخه کې یو پلاوی چمتو کړو او تاسو ته به یې ولېږو.»
ددې لیدنې په ترڅ کې، په تهران کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر فضل محمد حقاني، دبوټو ساتنې رییس انجینر عتیق الله مسلم، د کرنې وزارت د څارویو د روغتیا رییس ډاکټر مختار محسني او د کرنې وزارت سلاکاران میرویس خوګیاڼی، حشمت الله شهراني او برکت الله د کرنې وزیر ملتیا کوله.
ټاکل شوې د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او ورسره مل پلاوی به د دغه سفر په لړ کې د ایران د کرنې وزارت له مسوولینو سره وګوري او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکاریو د لا پیاوړتیا او د افغانستان دکرنې او مالدارۍ په برخه کې د ایران هېواد د همکاریو پراختیا په پآر خبرې اترې وکړي.
دیدار وزیر زراعت با معاون وزارت جهاد کشاورزی ایران
۳۱ اسد ۱۴۰۲ ه.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت امارت اسلامی افغانستان که به دعوت رسمی جمهوری اسلامی ایران به آن کشور سفر کرده با مجتبی خیام نکوئی معاون وزیر جهاد کشاورزی و رییس مرکز تحقیق، آموزش و ترویج زراعتی ایران دیدار کرد.
در این دیدار معاون وزیر جهاد کشاورزی ایران اعلام آمدهگی کرد که در بخشهای آموزش و تغییر نسل با افغانستان کمک کنند" چون ما در بخش برنج مرکز جدا گانه داریم و همنیگونه در بخش تمام حبوبات مراکز جداگانه تحقیق و ترویج داریم و ما می توانیم که با شما راهنمایی کنیم تا شما نیز از تجارب ما استفاده کنید و آن تجارب را در کشور تان تطبیق کنید یعنی ما در بخش آموزش و تحقیق و بازدید از مراکز ما کاملا با شما هماهنگ هستیم".
همچنان آقای سید مجتبی خیام نکوئی معاون وزیر جهاد کشاورزی ایران در بخش مجادله و کنترول آفات و امراض نیز ابراز آماده گی کرده افزود" در بخش مبارزه با آفات میتوانیم شما را کمک نماییم که چگونه ما میتوانیم با کدام شیوهها ما جلو آفات و امراض را بگیریم چون آفات و ملخهای که از افریقا میآید اول میآید به ایران و همینگونه از ایران به افغانستان و به همین شکل پیشمی رود و دوباره پس میگردد این که چیطور می توانیم ما جلو آن را بگیریم در این بخش ما میتوانیم شما را همکاری نمایم و همینگونه در سایر بخش ها نیز ما آماده همکاری هستیم".
در همین حال مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت پس از استماع پیشنهادات معاون وزیر کشاورزی ایران از اعلام همکاری شان استقبال کرده افزود" ما تمام پیشنهادات شما را شنیدم و آن را یاداشت کردیم و پس از اینکه کابل رفتیم این موضوعاتی را که شما گفتید بررسی می کنیم و در صورت نیاز که نیاز جدی هم داریم یک هیئت را جهت آموزش موضوعات فوق به ایران میفرستیم و اولین کاری که ما میکنیم در قسمت تحقیق و ترویج یک هیئت را آماده نموده و خدمت شما روان می کنیم".
در جریان این دیدار فضل محمد حقانی سفیر امارت اسلامی افغانستان در تهران، انجینر عتیق الله مسلم رییس حفاظه نباتات، داکتر مختار محسنی رییس صحت حیوانی وزارت زراعت، میرویس خوگیانی، حشمت الله شهرانی و برکت الله مشاورین مقام وزارت زراعت نیز حضور داشتند.
قرار است مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان و هیئت همراهش در جریان سفر به کشور ایران با مسوولان جهاد کشاورزی ایران دیدار کرده و پیرامون تقویت همکاریها در بخش زراعت و مالداری و جلب همکاری کشور ایران در بخش زراعت و مالداری برای دهقانان افغانستان بحث و گفتگو کند.