د اوبو او انرژۍ وزارت د مرستیال په پېژندغونډه کې دکرنې وزیر ګډون

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۷ - ۱۵:۵۶
د اوبو او انرژۍ وزارت د مرستیال په پېژندغونډه کې دکرنې وزیر ګډون


۷ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د مرکزي بانک مخکینی رییس مولوی عبدالقاهر ادریس په پېژند غونډه کې، چې د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مرستیال په توګه ګمارل شوی دی ګډون وکړ.
د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مرستیال په پېژندغونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د اوبو او برېښنا وزیر ملا عبدالطیف منصور او د یادو وزارت یوشمېر مرستیالانو او رییسانو ګډون درلود.
دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري په اسلامي امارت کې د مولوی ادریس د تېرو کړنو یادونه وکړه، او په افغانستان کې د افغانۍ دودول د افغانستان بانک د مخکیني چارسمبال د هلو ځلو پایلې وبلل. ښاغلی عمري زیاته کړه: «په تېرو شلو کالو کې موږ ډېرې ستونزې او ناخوالې ګاللي دي، او ټولې ستونزې مو په بریالیتوب سره تېر کړي دي، چې الحمدالله نن د خپلواکې او ازادۍ په فضا کې ژوند کوو، دا ټولې بریاوې لومړی د خدای (ج) فضل او مرحمت او ترڅنګ یې زموږ د رهبرانو د سالم مدیریت برکت دی، چې په بېلابېلو برخو کې یې چارې پرمخ وړل، او له ټولو برخو څخه تر ډېره سخته او ستونزمنه هغه یې مالي برخه وه، چې ټولې چارې یې همدا حاجي صاحب ادریس او حاجي صاحب هدایت الله بدري پرمخ لړ، د همدغو مشرانو اخلاص وه، چې نن موږ د ازادۍ او خپلواکۍ په فضا کې یو.»
ښاغلي عمري دغه راز د افغانستان د ټپونو د درملنې په پار د اسلامي امارت پر هلو ځلو خبرې وکړې: «په وروستیو شلو کالو کې د اشغال له وجې افغانستان په بېلابېلو برخو کې ستونزې او ټپونه لیدلي دي او اړتیا ده، چې ټولو زخمونو ته یې پټۍ کېښودل شي، چې الحمدالله د اسلامي امارت د مشرانو له خوا په ټولو برخو کې کار شوی او ورته رسېدنه شوی دی.» 
په همدې حال کې، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبدالطیف منصور د مرکزي بانک د سرپرست په توګه د ملا عبدالقاهر ادریس فعالیتونه وستایل او اوبو او انرژۍ وزارت ته د هغه راتګ یو مثبت ګام وبلل.
په ورته وخت کې مولوی عبدالقاهر ادریس هم په خپلو خبرو کې وویل: «غواړم خپل نوی مسوولیت چې ماته سپارل شوی دی په غوره توګه ترسره کړم او له همکارانو غواړم، چې په دې برخه کې له ماسره جدي همکاري وکړي.»
د امیرالمؤمنین حفظ الله د فرمان پراساس د افغانستان بانک مخکینی چارسمبال مولوی عبدالقاهر ادریس د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مرستیال په توګه تر ګمارنې وروسته ددې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو.


وزیر زراعت در مراسم معرفی معین  وزارت آب و برق اشتراک کرد
۷ حمل ۱۴۰۲ هـ.ش
 مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت ، آبیاری و مالداری در مراسم معرفی ملا عبدالقاهر ادریس رییس پیشین بانک مرکزی که به حیث معین انرژی در وزارت آب و برق از سوی  رهبری امارت اسلامی افغانستان گماشته شده است اشتراک کرد.
در معرفی معین انرژی وزارت آب و برق مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت آبیاری و مالداری، ملا عبدالطیف منصور وزیر آب و برق،  شماری از معینان و رییسان این وزارت‌ها اشتراک نموده بودند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت از کارکرد سابقه مولوی ادریس در امارت اسلامی یاد کرد و رونق پول افغانی را در افغانستان مدیون تلاش‌های سرپرست د افغانستان بانک خوانده  افزود" در بیست سال اخیر ما سختی های زیادی را روبرو شدیم همه آن را  موفقانه سپری نمودیم که الحمدلله امروز در فضای آزادی و استقلال قرار داریم و همه این موفقیت ها اولا از فضل و مرحمت الاهی و دوما از برکت مدیریت سالم رهبران ما و شما بوده که در بخش‌های مختلف امور را به پیش می بردند و از همه بخش ها سخترین و مشکل ترین بخش آن بخش مالی بوده است که همه امور آن را همین حاجی صاحب ادریس و حاجی صاحب هدایت الله بدری به پیش می بردند از برکت اخلاص همین بزرگوارن بوده که ما امروز در فضای استقلال و آزادی قرار داریم.
آقای عمری همچنان در مورد تلاش‌های امارت اسلامی مبنی بر تداوی زخم‌های افغانستان سخن زده علاوه کرد" در بیست سال اخیر افغانستان در بخش ‌های مختلف به دلیل اشغال زخم دیده است و نیاز است تا به  تمام زخم های آن مرحم گذاشته شود که الحمدلله توسط مسوولان امارت اسلامی در بخش های مختلف رسیده گی صورت می گیرد.
 در همین حال ملا عبدالطیف منصور وزیر آب و انرژی از فعالیت‌های مولوی عبدالقاهر ادریس به حیث سرپرست انرژی و آب توصیف نموده و آمدن آن را به وزارت آب و انرژی یک گام مثبت خواند.
مولوی عبدالقاهر ادریس نیز در بیانیه خود گفته است، من می‌خواهم مسوولیت جدیدی که برای من سپرده شده به‌وجه احسن آن انجام دهم و از همکاران می‌خواهم در این راستا همکاری جدی نمایند.
بر اساس فرمان امیرالمومنین مولوی عبدالقاهر ادریس سرپرستی قبلی  افغانستان بانک به حیث معین آب و انرژی تعیین و به کارمندان آن اداره معرفی شد

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۶:۷
Background image

هېواد کې د وچو مېوو د تولید او کیفیت لوړوالی؛ له کندهار څخه صادرات ۵ زره مټریک ټنو ته رسېږي


۱۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هڅو او پروګرامونو په پایله کې، چې په هېواد کې د وچو مېوو د کیفیت د ښه والي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا یو تخنیکي پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو (سمنګان، بلخ او سرپل) ته د څړځایونو د سروې، تشخیص او ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د شولګرې ولسوالی په کچه د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۰. . .

بازگشت