د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د پایدارو کرنیزو تخمونو د تولید په پار هلې ځلې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۱۵:۵۸
د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د پایدارو کرنیزو تخمونو د تولید په پار هلې ځلې

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ په هېواد کې د کرنیزو تخمونو د غوره مدیریت او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د پایدارو کرنیزو تخمونو د تولید په پار غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په هېواد کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومو کرنیزو تخمونو پر تولید ټینګار وکړ او دکرنې وزارت چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د مخکنیو کړن لارو د تعقیب پر اساس دې داسې طرحې جوړ کړي، چې د ننه په هېواد کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د کرنیزو تخمونو د تولید څرنګوالي مشخص کړي، او په کې داسې لارې چارې په پام کې ونیول شي، چې کرنیز تخمونه په مناسب وخت کې بزګرانو ته ورسېږي.
په همدې توګه مالي او اداري مرستیال د اړوندو ریاستونو چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې په سیمه ییزه کچه دې د مؤسسو او شرکتونو له خوا پر بزګرانو د کرنیزو تخمونو د وېش څرنګوالي مدیریت کړي، ځکه په دې وروستیو کې  د بې کیفیته کرنیزو تخمونو او د لږو کرنیزو تخمونو د وېش په پار شکایتونه ډېر شوي دي.
یاده غونډه دکرنیزو تخمونو د تصدیق او غلو دانو ریاستونو، د مالدارۍ او کرنیزو څېړنو لوی ریاست، د خاورنې پېژندنې څېړنیز ریاست او د توافقي څېړنو ریاستونو د چارواکو په شتون کې دآئره شوې وه.

تلاش‌ها جهت تولید تخم‌های بذری پایدار در مقابل تغییرات اقلیمی
جلسه‌ای به رهبری مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری جهت بررسی امکانات تولید تخم‌های بذری پایدار در مقابل تغییرات اقلیمی و مدیریت بهتر تخم‌های بذری در کشور برگزار شد.
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت در این جلسه تاکید بر تولید تخم‌های بذری مقاوم در برابر تغییرات اقلیمی در کشور کرده و  به مسوولان وزارت زراعت هدایت داد تا به تعقیب طرزالعمل های قبلی طرحی را ترتیب نمایند که در آن چگونگی تولید تخم های بذری پایدار در مقابل تغییرات اقلیمی در داخل کشور مشخص گردیده و راهکاری در آن در نظر گرفته شود که در زمان مناسب تخم‌های بذری در دسترس دهقانا قرار گیرد.
همین گونه معین مالی و اداری به مسوولان ریاست‌های ذیربط دستور داد تا چگونگی توزیع تخم‌های بذری از سوی موسسات و شرکت ها برای دهقانان در اطراف را مدیریت نمایند چون در این اواخر شکایت‌ها مبنی بر بی کیفیت بودن و کفایت نکردند تخم‌های بذری توزیع شده بیشتر شده است.
این جلسه به حضور داشت مسوولان ریاست‌های تصدیق دهی تخم‌های بذری، غله جات، ریاست عمومی تحقیات زراعتی و مالداری، ریاست تحقیقات خاک شناسی و تحقیقات توافقی برگزار شده بود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت