د افغانستان د کرنې وزیر او مل پلاوي یې د روسیې له ځینو پانګوالو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۵۱
د افغانستان د کرنې وزیر او مل پلاوي یې د روسیې له ځینو پانګوالو سره وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري، د صنعت، سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو د لوړپوړو چارواکو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلینو او ځینو نورو پانګوالو په ګډون، د روسیې د ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس په څنډه کې د روسیې له ځینو پانګوالو سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان په کرنه، مالدارۍ او اوبولګولو کې د پانګونې فرصتونو په اړه بحث وکړ او خپل نظرونه یې شریک کړل. د افغانستان د کرنې وزیر د هېواد د کرنیزو ظرفیتونو او امکاناتو پېژندنه وکړه او د حکومت د پانګونې د اسانتیا او د پراختیایي پروژو د ملاتړ ژمنه یې وکړه.
روسي پانګوالو هم د افغانستان په کرنیزو پروژو کې د همکارۍ او پانګونې لپاره، په ځانګړې توګه د اوبولګولو د سیستمونو د پراختیا، د کرنیزو محصولاتو په تولید او منځنۍ اسیا ته او خاصتاً د روسیې بازارونو ته د صادراتو په برخو کې خپله علاقه څرګنده کړه.
دا لیدنه د اقتصادي همکاریو د ټینګولو او د بهرنیو پانګونو د جذب لپاره مهم ګام ګڼل کېږي، چې د کرنې دوامداره ودې او د افغانستان د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي لامل کېږي.


وزیر زراعت افغانستان و هیئت همراهش با شماری از سرمایه‌گذاران روسیه دیدار کردند
۳۱ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت امارت اسلامی افغانستان به همراه هیئت عالی‌رتبه متشکل از مقام‌های وزارت‌های صنعت، تجارت و اقتصاد و مسئولان اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری، در حاشیه کنفرانس اقتصادی ۲۰۲۵ روسیه با شماری از سرمایه‌گذاران روسیه دیدار و گفت‌وگو کردند.
در این دیدار، دو طرف پیرامون فرصت‌های سرمایه‌گذاری در بخش‌های زراعت، مالداری و آبیاری افغانستان بحث و تبادل نظر کردند. وزیر زراعت افغانستان به معرفی ظرفیت‌ها و پتانسیل‌های بخش زراعتی کشور پرداخت و بر آمادگی دولت برای تسهیل شرایط سرمایه‌گذاری و حمایت از پروژه‌های توسعه‌ای تأکید کرد.
سرمایه‌گذاران روسی نیز به علاقه‌مندی خود برای همکاری و سرمایه‌گذاری در پروژه‌های زراعتی افغانستان، به‌ویژه در زمینه‌های توسعه سیستم‌های آبیاری و تولید محصولات زراعتی و صادرات آن به کشور های آسیای میانه و خصوصا کشور روسیه  اشاره کردند.
این دیدار گامی مهم در جهت تقویت همکاری‌های اقتصادی و جذب سرمایه‌های خارجی برای توسعه پایدار زراعتی و افزایش تولیدات زراعتی افغانستان محسوب می‌شود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت