دکرنې په وزارت کې د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۹:۱۳
دکرنې په وزارت کې د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه غونډه دائره شوه

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د کابل ولایت د مېوو او سبو د ټولنې رییس، د کرنې او مالدارۍ تولیداتو د خونې مرستیال او د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د پالیسۍ او پالان ریاست مرستیال په حضور کې د سوداګر د ستونزو دحل په پار دکرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د سوداګرو د ستونزو پر حل ټینګار وکړ او ویې ویل: «د هېواد د اقتصاد په وده کې د سوداګرو او خصوصي سکټور رول مهم دی، د حاصلاتو ټولولو په فصل کې د سوداګرو پر وړاندې شته ننګونې باید حل شي.»
په همدې حال کې یو شمېر سوداګر؛ د مالیاتو د زیاتوالي، د مېوې په مارکېټ کې د هټیو د کرایې د لوړوالي او د ډېرو ګمرکونو د اخیستلو په موخه خپلې ستونزې وړاندې او د اسلامي امارت له مشرتابه او د کرنې وزارت څخه یې دحل غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د سوداګرو د ستونزو له اورېدو وروسته هغوی ته د ستونزو د حل په موخه لازم ډاډ ورکړ.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبري هڅه کوي، چې د سوداګرو، بزګرانو او متشبثینو پر وړاندې شته ستونزې په مناسب وخت حل کړي.

جلسه به‌منظور حل مشکلات تاجران در وزارت زراعت دایر گردید
جلسه به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری با  حضور مولوی محمد خالد سجستانی معین خدمات شهری و محیط زیست شاروالی کابل، رییس اتحادیه میوه‌جات و سبزیجات ولایت کابل، معاون اطاق تولیدات زراعت و مالداری، معاون ریاست پلان و پالیسی معاونیت اقتصادی ریاست الوزرا دایر گردید.
معین زراعت و مالداری در این جلسه بر حل مشکلات تاجران تاکید کرده گفت:« تاجران و سکتور خصوصی در رشد اقتصاد کشور مهم است، چالش‌های موجود فرا راه تاجران در فصل برداشت محصولات باید حل گردد.»
 در همین حال شماری از تاجران مشکلات شان را در بخش؛ افزایش مالیات، بلند بودن کرایه دوکاکین در مارکیت میوه و اخذ بیشتر کمرگات بیان کرده و خواستار حال آن از سوی رهبری امارت اسلامی و وزارت زراعت شدند.
در همین حال مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت پس از استماع چالش‌های تاجران اطمیان لازم را جهت حل مشکلات شان برایشان سپرد.
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تلاش می‌نماید تا مشکلات که تاجران، دهاقین و متشبثین به آن مواجه اند در موقع مناسب آن حل نمایند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت