دکرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس سره وکتل 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۵:۴۱
دکرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس سره وکتل 

۲۲ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مشر ریچارډ ټړانچارډ سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د هېواد کروندګرو او بزګرانو ته د چوپړتیاوو په موخه د همکارۍ او همغږۍ د پياوړتيا په اړه بحث او د نظريو تبادله کړل.
په دې کتنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاء الله عمري د کرنې وزارت د کاري څانګو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: «د کرنې وزارت په پنځو سترو برخو کې فعالیت کوي، چې کرنه، مالدارۍ، اوبولګولو، طبیعي سرچینې او ځمکې دي او په دې پنځو برخو کې د چوپړتیاوو د وړاندې کولو او په هېواد کې د زیربنایي پروژو د پلي کولو مسوولیت په غاړه لري.
 تر اوسه مو په پورتنیو برخو کې ډېر کارونه کړي دي او په دې برخه کې ستاسو او له ټولو مرستندویو ادارو څخه د همکارۍ غوښتنه کوو تر څو د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکټور چې یو غیر سیاسي سکتور دی، وده وکړي او ځان بسیاینې ته ورسېږي.»
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مشر ریچارډ ټرانچارډ د هېواد له کروندګرو او بڼوالو سره د همکارۍ او همغږۍ ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په بېلابېلو برخو کې به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر غوښتنې به له نړیوالو ډونرانو او سازمانونو سره شریکوي، ترڅو د افغانستان دکرنې او مالدارۍ په برخه کې ډېرې پروژې پلي او د افغانستان د خلکو وضعیت ښه شي.

دیدار وزیر زراعت با رییس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در افغانستان  
۲۲ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با ریچارد ترانچارد رییس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در افغانستان دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار دو طرف بر تقویت همکاری و هماهنگی جهت خدمت رسانی به دهقانان و مالداران کشور بحث و تبادل نظر کردند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این دیدار پیرامون بخش‌های کاری وزارت زراعت معلومات ارییه کرده افزود" وزارت زراعت در پنج بخش  عمده فعالیت می‌کند که آن بخش‌ها زراعت، مالداری، آبیاری، منابع طبیعی و اراضی می‌باشد  و در این پنج بخش مسوول خدمت رسانی و تطبیق پروژهای زیربنایی در کشور می‌باشد که تا حال در بخش‌های فوق کار‌های زیادی را نیز انجام داده‌ایم که در این رستا همکاری شما و تمام سازمان‌های مدت رسان را می‌خواهیم تا سکتور زراعت و مالداری افغانستان که یک بخش غیر سیاسی می باشد به خودکفایی برسد".
در همین حال ریچارد ترانچارد رییس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در افغانستان تعهد همکاری و هماهنگی را با دهقانان و مالداران کشور سپرده و اطمینان داد که درخواست‌های وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در بخش‌های مختلف را با دونرهای جهانی و سازمان ملل شریک‌ می نماید تا پروژهای بیشتری در بخش زراعت و مالداری افغانستان تطبیق گردد و وضعیت مردم افغانستان خوب شود".

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

بازگشت