دکرنې وزیر د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشرتابه سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۱:۱۴
دکرنې وزیر د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشرتابه سره وکتل

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١۷جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس حافظ عزیز الرحمن او د دې ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد سره د کرنې وزارت د تخنیکي ټیم په شتون کې وکتل او په کندهار او خوست ولایتونو کې د چاپېریالي څېړنیزو فارمونو د جوړولو او همدا راز د ځنګلونو او وحشي ژوو د ساتنې او ښکار د مخنیوي په تړاو خبرې اترې وکړې.
ددې کتنې په ترڅ کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشرتابه ته د کرنې وزارت دکړنو او فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې او هر اړخیزې خبرې وکړې.
د کتنې په لړ کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشرتابه په کندهار او خوست ولایتونو کې د چاپېریالي څېړنیزونو فارمونو د جوړولو لپاره چې په تېره اداره کې د هر ولایت لپاره ۲۰ جریبه ځمکه ورکړل شوې او تر اوسه د چاپېریال ساتنې ریاستونو ته نه وه سپارل شوې؛ یادونه وکړه او دکرنې له وزیر څخه یې وغوښتل، چې ددې ستونزې د حل په پار له دوی سره همکاري وکړي.
په همدې حال کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیرد چاپېریال ساتنې ملي ادارې د رهبرۍ د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته د دوی غوښتنې ته در سېدو په پار یو پلاوی وټاکل، ترڅو د دوی غوښتنې بررسي او تر قانوني پړاوونو وروسته یادو ولایتونو کې د څېړنیزو فارمونو جوړولو لپاره دوی ته ځمکه ور وسپارل شي.
دغه راز په دې لیدنه کې د ځنګلونو، وحشي ژوو او ملي پارکونو د ساتنې په برخه کې د موجوده ستونزو د حل په تړاو هر اړخیز بحث ترسره شو او دواړو خواوو په ګډه همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او ژمنه وشوه، چې د هېواد په کچه به د ځنګلونو، وحشي ژوو او ملي پارکونو د ساتنې او ښکار د مخنیوي په برخه کې ګډ تدابیري پلانونونه جوړوي او هره اداره به په خپله برخه کې کار کوي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس هوکړه وکړه چې د ملي پارکونو او ساتل شوو سیمو د پراختیا، بیارغونې او ساتنې لپاره به د دواړو ادارو ګډ تخنیکي ټیمونه جوړ او د ګډ مسوولیت لپاره به پلانونه طرحه کړي؛ ترڅو هره اداره په خپله کاري برخه کې رغنده اقدامات وکړي. 
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره په ګډه همکارۍ د ځنګلونو، وحشي ژوو، ملي پارکونو، ساتل شوو سیمو او طبیعي سرچینو د ساتنې لپاره جدي هلې ځلې کوي.

وزیر زراعت با رهبری اداره ملی  حفاظت از محیط زیست دیدار کرد
۹ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با حافظ عزیزالرحمن رئیس عمومی اداره حفاظت از محیط زیست و داکتر زین العابدین عابد معین پالیسی و مسلکی آن اداره با حضور تیم تخینکی وزارت زراعت دیدار و پیرامون ساخت فارم‌های تحقیقات محیط زیستی در ولایت‌های کندهار و خوست و همچنان حفاظت از حیوانات وحشی در جنگلات و جلوگیری از شکار آن بحث و گفتگو کردند. 
در  جریان این دیدار، مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، در مورد کارکردها و فعالیت های وزارت زراعت به رهبری اداره ملی حفاظت محیط زیست صحبت کرده  و بحث همه جانبه نمود.
در جریان این دیدار رهبری اداره ملی حفاظت از محیط زیست برای  انتقال زمین برای اعمار فارم‌های تحقیقاتی محیط زیست در ولایات قندهار و خوست که در اداره قبلی ۲۰ جریب زمین برای هر ولایت داده شده بود و هنوز به آنها تحویل داده نشده  یاد آوری کرده و از وزیر زراعت خواست تا در حل این مشکل با آنها همکاری کند.
در همین حال وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پس از استماع پیشنهادات و مشکلات رهبری اداره ملی حفاظت از محیط زیست جهت رسیده‌گی به درخواست های آنها یک هیئت را تعین کرد تا درخواست‌های اداره متذکره را بررسی کرده و پس از سپری شدن مراحل قانونی آن زمین برای ساخت فارم های محیط زیستی سپرده شود. 
در عین حال در این دیدار در مورد حل مشکلات موجود در بخش حفاظت از جنگلات، حیوانات وحشی و پارک‌های ملی بحث همه جانبه صورت گرفته و دو جانب بر هماهنگی و همکاری مشترک تاکید کرده و تعهد سپردند که در سطح کشور در بخش حفاظت از جنگلات، حیوانات وحشی،  پارک‌های ملی و جلوگیری از شکار پلان‌ها و تدابیر مشترک ساخته و هر اداره در بخش‌ خویش کار می‌کند. 
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و رئیس عمومی اداره ملی حفاظت از محیط زیست تعهد سپردن که به منظور حفاظت، بازسازی و انکشاف پارک‌های ملی و ساحات حفاظت شده تیم‌های تخنیکی مشترک از دو اداره ساخته و برای مسوولیت مشترک پلان طرح می‌کنند؛ تا هر اداره در بخش کاری خویش اقدامات اساسی را انجام دهند.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مشترک اداره ملی حفاظت از محیط زیست به منظور حفاظت از جنگلات، حیوانات وحشی، پارک‌های ملی و منابع طبیعی تلاش‌های جدید می نماید.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۴
Background image

دکندهار و لایت د کوه‌کران څېړنیز فارم بریالۍ څېړنې


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت کوه‌کران څېړنیز فارم، چې په ۱۳۹۹ هـ.ش کال کې د کندهار ښار په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

د کرنې وزارت وياند د کندهار د کوه‌کران څېړنیز فارم څخه ليدنه


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۳۰
Background image

غزني ولایت کې د ممیزخونو او زېرمتونونو د جوړېدو چارې بشپړې او مستفیدینو ته وسپارل شوې


د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د «اې.ان.آر.سي.سي» پروژې په همکارۍ په دغه ولایت کې ۳۰ باب ممیزخونې او ۲۰ باب د پیاز او کچالو د ساتنې زېرمتونونه «صفر. . .

بازگشت