دکرنې وزیر د سورنا سپهر پارسیان ایراني شرکت له رییس سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۳:۵۳
دکرنې وزیر د سورنا سپهر پارسیان ایراني شرکت له رییس سره وکتل

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۳۰جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د ایران د سورنا سپهر پارسیان شرکت له رییس مسعود آزاد بخت سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د غونډې په پیل کې د ایران د سورنا سپهر پارسیان شرکت رییس مسعود آزاد بخت د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه او د کرنې په سکتور کې یې د پانګونې د پلان په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري ایراني سوداګرو ته د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ او اړوندو مسوولینو ته یې د اسانتیاوو د برابرولو په پار لازمې سپارښتنې هم ورکړې.
د ایران د سورنا سپهر پارسیان شرکت په ایران کې د کورنیو او بهرنیو نندارتونونو د ترسره کولو په برخه کې فعالیت کوی، چې د ياد شرکت د مشر په خبره، دوى به په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د کرنيزو توکو يو نندارتون هم جوړ کړي.

دیدار وزیر زراعت با رئیس شرکت نمایشگاهی سورنا سپهر پارسیان ایرانی 
۲۲ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با مسعود آزاد بخت رئیس شرکت نمایشگاهی سورنا سپهر پارسیان ایران دیدار کرد.
مسعود آزاد بخت رئیس شرکت سورنا سپهر پارسیان ایران در این دیدار علاقمندی خویش را بر سرمایه گذاری در سکتور زراعت و مالداری افغانستان ابراز کرده همچنان از  طرحی جهت سرمایه گذاری در سکتور زراعت سخن زده و خواستار همکاری وزارت زراعت در آن بخش شد.
 مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این دیدار اطمینان همکاری‌های لازم را به تجار ایرانی سپرده و همچنان هدایات لازم را جهت فراهم نمودن سهولت‌ها برای مسوولان مربوطه سپرد.
شرکت نمایشگاهی سورنا سپهر پارسیان ایران در بخش  برگزاری نمایشگاه‌های داخلی و خارجی در کشور ایرن فعالیت می‌نماید که به گفته رئیس شرکت متذکره قرار است در آینده نزدیک یک نمایشگاه زراعتی در افغانستان نیز برگزار نمایند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

بازگشت