دکرنې وزارت پلاوی د فارم جدید ملي کلکسیونونو څخه لیدنه وکړه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۱۱:۲۱
دکرنې وزارت پلاوی د فارم جدید ملي کلکسیونونو څخه لیدنه وکړه


۲۸ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۲صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي چارو رییس مولوی ضیاءالدین واقف، د یاد ریاست د عوایدو ام، د مصارفو امر او د ولایت مقام سکتوري رییس پداسې حال کې چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، رییس مولوی عبدالستار محمد يي ملتیا کوله د بهسودو ولسوالی د فارم جدید د کلکسیونونو څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال د ننګرهار د کرنې ادارې رییس محمد د کلکسیونونو  په اړه راغلي پلاوي ته هر اړخیز معلومات ورکړه او زیاته یي کړه، چې په دغه کلکسیونونو کې د سټروسو ۷۵ ډوله، د انارو ۷۹ ډوله، د خرما ۱۴ ډوله، د زیتون ۱۰ ډوله، د املوکو ۲۵ ډوله، د انځرو ۱۶ ډوله او د لوکاټو ۱۲ ډوله موجود دي.
 د دي تر څنګ په یاد فارم کې د مېوو د کیفیت او کمیت معلومولو لپاره یو مجهز لابراتوار هم شتون لري، چې په مېوو باندې څیړنې تر سره کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت