دکرنې وزارت له خوا ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ته د زابل په ولایت کې ځمکه انتقالېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۰:۱۴
دکرنې وزارت له خوا ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ته د زابل په ولایت کې ځمکه انتقالېږي

د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست چارواکي وایي، چې د زابل په ولای تکې د باروړونکو موټرو د ترمينالونو د جوړولو په موخه د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ته ځمکه انتقالېږي.
په همدې موخه ناسته کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ په مقام کې جوړه شوې وه د کرنې وزارت د ځمکو لوی رییس مولوی محمود مظلوم  او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پروژو د پلانګذاری د تحقیق او تطبيق رییس داکتر رستم حفيظیار ګډون درلود.
یاده ځمکه د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د (۱۹۶) ګڼې ۱۹/۱۱/۱۴۴۵ نېټې وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۵۸۷۹) ګڼې ۱/۱۲/۱۴۴۵ نېټې حکم په اساس زابل ولایت مرکز کې په (۱۰۷.۵) جريبه ځمکه باندې د بار وړونکو موټرو د تم ځايونو، د تيرپارکونو او په ياد ولايت کې د دغه څانګې د تعمير د جوړولو په موخه د اراضۍ لوی رياست لخوا ترانسپورټ او هوايې چلند وزارت ته انتقالېږي.
د یادې ځمکې د لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوی سید محمد سعید او د ترانسپورت او هوايي چلند د پروژو د پلانګذاری د تحقیق او تطبيق رییس داکتر رستم حفيظیار د ترمنځ لاسلیک شو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د میدان وردګو جلریز ولسوالی کې لسګونه بزګران وروزل شول

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

دمیدان وردګو ولایت دجلریز ولسوالی دبېلابېلو حوزو بزګرانو ته دجلریز ولسوالی دکرنیزو خدمتونو لوی مدیریت دمسؤلو کارمندانو له خوا روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۵
Background image

بلخ کې د قدرتي ځنګلونو د بیا رغونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، دقدرتي ځنګلونو د بیا رغونې او ودې پروژه د نهرشاهي ولسوالی اړوند د سلطان بابا علي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه دایره شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو، د بورد غړو او د. . .

بازگشت