دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست او د صنعت او سوداګرۍ ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونون لاسلیک شو.
په دغه ناسته کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د وېش او لېږد رياست کې جوړه شوې وه ځمکو د لېږد او وېش ريیس حافظ عبدالکبير زاهد او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو لوی رييس مولوي صبغت الله اخندزاده ګډون درلود.
ياده ځمکه د کرنې وزارت د ځمکو د لېږد او وېش رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ رياست له‌خوا ياد وزارت ته سمنګان ولايت مرکز ایبک کې په ۵۰۰ جريبه ځمکه باندې د صنعتي پارک د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبير زاهد او د صنعت او سوداګرۍ وزارت دصنعتي پارکونو لوی رييس مولوي صبغت الله اخندزاده ترمنځ لاسلیک شو.


وزارت زراعت زمین را به وزارت صنعت و تجارت منتقل کرد
۱۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ هـ.ق
مسؤولان ریاست امور زمین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری می‌گویند که به فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله، قرارداد انتقال زمین بین ریاست امور زمین وزارت زراعت و وزارت صنعت و تجارت به امضا رسید.
در این نشست که در ریاست توزیع و انتقال زمین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد، حافظ عبدالکبیر زاهد، رئیس انتقال و توزیع زمین و مولوی صبغت‌الله اخندزاده، رئیس کل پارک‌های صنعتی وزارت صنعت و تجارت حضور داشتند.
این زمین به پیشنهاد ریاست انتقال و توزیع زمین وزارت زراعت و به دستور عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله، از سوی ریاست اراضی به وزارت صنعت و تجارت در مرکز ولایت سمنگان، ایبک، به مساحت ۵۰۰ جریب منتقل شد تا پارک صنعتی در آن ساخته شود.
قرارداد انتقال این زمین بین حافظ عبدالکبیر زاهد، رئیس انتقال و توزیع زمین وزارت زراعت و مولوی صبغت‌الله اخندزاده، رئیس کل پارک‌های صنعتی وزارت صنعت و تجارت به امضا رسید.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۳
Background image

پکتیا کې ۲۰ مچۍ لرونکو ته د شاتو مچیو صندوقونه او اړین توکي ووېشل شول

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د اکشن اېډ مؤسسې په همکارۍ، د شاتو مچیو د روزنې او ودې په موخه د مرکز ګردبز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د «له کرونده تر بازاره» تر شعار لاندې پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د «له کرونده تر بازاره» تر شعار لاندې؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

بازگشت