دکرنې وزارت سرپرست وزیر د یاد وزارت له یوشمېر ولایتي رییسانو سره وکتل

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۱۳:۱۷
دکرنې وزارت سرپرست وزیر د یاد وزارت له یوشمېر ولایتي رییسانو سره وکتل


۲۲ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عبدالرحمن راشد؛ د غور، هرات، خوست، دایکندي، پکتیا، بامیان او فاریاب ولایتونو دکرنې له رییسانو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
دکرنې وزارت سرپرست مولوی عبدالرحمن راشد؛ د خپل کار په دفتر کې د غور ولایت دکرنې رییس مولوی محمد نبي احمدي، د هرات دکرنې رییس مولوی پیر محمد حلیمی، د خوست دکرنې رییس قاري عبدالصمد، د دایکندي دکرنې رییس مولوی شېر محمد رفیع، د پکتیا دکرنې رییس مولوی عبدالرؤف، د بامیانو دکرنې رییس مولوی ذبیح الله او د فاریاب ولایت دکرنې رییس مولوی عزت الله نوراني سره په لیدنه کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او دوی ته لازمې لارښوونې وکړې.
په دې کتنه کې دغه راز د کرنې وزارت سرپرست په یادو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو زیانونه وارزول او د یادو ولایتونو د کرنې رییسانو ته سپارښتنه وکړه، چې د توان ترکچې دې د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو هوارولو په پار هلې ځلې وکړي.
دغه راز ښاغلی راشد د امارتي ځمکو دغصب پر مخنیوي او د غصب شویو ځمکو پر بېرته راګرځلو ټینګار وکړ او یادو چارواکو ته سپارښتنه وشوه، چې په یادو برخو کې خپلې کړنې چټکې کړي.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت