دکرنې وزارت د عوایدو راټولولو د څرنګوالي په پار غونډه دائره شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۹ - ۹:۵۳
جلسه چگونگی جمع‌آوری عواید وزارت زراعت برگزارشد


۲۶ تله ‍۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال فضل‌الباری‌ فضلي په مشرتابه غونډه دائره شوه، چې په کې د کرنې وزارت په عوایدو کې د عشر او زکات د توحید او شاملولو په پار خبرې وشوې.
دغه غونډه، چې د مالي او اداري معینیت په دفتر کې د کرنې وزارت د عوایدو د توحید په پار دائره شوې وه، د کرنې وزارت د عایداتي برخې چارواکو حضور درلود او پر اړونده موضوع خبرې وکړې.
په دې غونډه کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال وویل: «له کومه ځآیه چې د هر فرد، ټولنې او دولت د چارو د پرمخ وړولو او د هېواد ځان بسیاینې په پار عواید مهم دي، په همدې موخه داغونډه مو د واحد پلان جوړولو، د ځان بسیاینې په لور د تګ په پار د مشروع، اصولي او قانوني راټولولو لارې چارې، د عوایدو په ټولولو کې د عشر او زکات شاملولو، چې د اسلام مبین دین له مهمو ارکانو څخه دی دائره کړې ده. له تاسو غواړم، چې د هر ریاست د عوایدو د کچې، د عوایدو زیاتوالی، د عوایدو د راټولولو معیاري کول او نورو اړینو چارو کی خپل نظریات شریک کړئ.»
وروسته د کرنې وزارت د لسو عایداتي سکټورونو رییسانو خبرې وکړې، هغوی د اړوندو ریاستونو د کړنو، د عوایدو راټولولو لارو چارو، د عوایدو کچه او د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ د برخو پر عوایدو خبرې وکړې.
په پای کې ښاغلی فضلي وویل، چې په راتلونکو ورځو کې به ددې غونډې په تعقیب بله غونډه دائره شي او اړوندو رییسانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د موضوع اړوند ځانګړې نظرونه او پلانونه له ځان سره ولري، ترڅو وکولای شي، چې د بشپړ پلان په جوړولو کې د کرنې وزارت سره همکاري وکړي.
 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت