دکرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست په مشرۍ د کونړ او نورستان ولایتونو د سرحدي ستونزو د حل په موخه د پلاوي سفر 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۰:۵۳
دکرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست په مشرۍ د کونړ او نورستان ولایتونو د سرحدي ستونزو د حل په موخه د پلاوي سفر 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس د کونړ ولایت وټه پور ولسوالۍ د هوز کلي او د نورستان ولایت ودانت وایگل ولسوالۍ ارنس کلي اوسیدونکو ترمنځ د سرحدي سیمو او ځمکو به سر د رامنځته شویو ستونزو د هراړخيزې ارزونې په موخه یو ګډ پلاوي چې مشري یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د سروې کدستر رییس مولوي سید عبدالواحد هارون کوي او پکې د کورنیو چارو وزارت، د احصایې او اطلاعاتو ادارې او د قومونو او قبایلو چارو وزارت استازي شتون لري د يادې موضوع په تړاو ګمارل شوي دي.
یاد پلاوي لومړی کونړ او ورپسې نورستان ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې دیادو ولایتونو چارواکو سره په کتنه کې د يادې ستونزې د حل په موخه خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د کونړ والي مولوي قدرت اللّٰه ابوحمزه او د نورستان ولایت مرستیال والي مولوي فيصل احمد مختار ياد پلاوي ته د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او له ټولو مسوولينو څخه يې وغوښتل، چې د يادې موضوع په تړاو دې خپل هراړخيزې ارزونې وکړي او د دواړو ولايتونو سرحدي ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۴۶
Background image

پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو له لوري داځل د سروضې ولسوالی اړوند د سلطانو کلي په مسیر کې د لرګیو د غیر قانوني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۱۱
Background image

د هلمند ګرمسېر کې زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري د یادې ولسوالی د کرنې انسټیټیوټ زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او نباتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۵۱
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ چارو د همغږۍ په موخه مارجې ولسوالی ته د هلمند دکرنې رییس سفر

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، د یوه پلاوي په ملتیا مارجې ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ، څو د کرنیزو چارو. . .

بازگشت