دکرنې او مالدارۍ مرستيال په افغانستان کې د MDC مؤسسې مسوول سره وکتل

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۵ - ۹:۴۱
دکرنې او مالدارۍ مرستيال په افغانستان کې د MDC مؤسسې مسوول سره وکتل


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستيال مولوی صدراعظم په افغانستان کې د امريکا متحده ايالاتو د تعليمي پراختيايي پروژو ادارې MDC  رييس با ران مک کانون سره د يوې کتنې په ترڅ کې په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
 دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدراعظم په دې ليدنه کې وويل:« موږ دکرنې او مالدارۍ په برخه کې ډېرې ستونزې لرو، بذري تخمونه، کيمياوي سرې او د کرنې ميکانزه کول د بزګرانو او مالدارانو اړتياوې دي.»
مولوی صدراعظم زياته کړه:«وروستيو سېلابونو په ولايتونو کې د کرنيزو ځمکو د تخريب لامل شوی دی، وروستۍ زلزلې بزګرانو او مالدارانو ته درانه زيانونه اړولي دي، د سبو او مېوو د راټولولو په فصل کې ياد کرنيز محصولات له منځه تللي دي، موږ له مؤسسو غواړو چې په دې برخه کې دې همکاري وکړي.»
مولوی صدراعظم په مرکز او ولايتونو کې د سړوخونو نشتون يوه ننګونه وبلله او په هېواد کې د نويو سړوخونو جوړولو او نيمه کاره سړوخونو د چارو بشپړولو غوښتونکی شو.
په همدې حال کې، په افغانستان کې د امريکا متحده ايالاتو د تعليمي پراختيايي پروژو ادارې MDC  رييس با ران مک کانون وويل: "زموږ اصلي موخه د ښوونې او بشري مرستو په برخه کې د چوپړتياوو وړاندې کول دي، د بشري مرستو يوه برخه د کرنې سکټور دی، اوس پرمختګ او بيارغونې ته فرصتونه برابر شوی دی، موږ په دې برخو کې همکارۍ ته چمتو يو.
ران مک کانون له غربي رسنيو په نيوکې سره وويل:" کوم څه چې د نړۍ رسنۍ د افغانستان په هکله خپروي د افغانستان د حالت غيرواقعي انځور دی." په افغانستان کې د امريکا متحده ايالاتو تعليمي پراختيايي پروژه MDC يوه خيريه مؤسسه ده، او نږدې ۳۰ کاله کېږي، چې په افغانستان کې د ماين پاکۍ په برخه کې فعاليت کوي.

معین زراعت و مالداری با مسوول موسسه  MDC در افغانستان دیدار کرد
۱۴ سنبله ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با ران مک‌کانون، رئیس اداره تعلیمی انکشاف پروژه‌ها ایالات متحده امریکا MDC    در افغانستان بحث و گفتگو نمود.
مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری در این دیدار گفت:« ما در بخش زراعت و مالداری مشکلات زیادی داریم، تخم‌های بذری کود کیمیاوی و و میکانیزه شدن زراعت ضرورت دهاقین و مالداران است.»
مولوی صدراعظم اضافه نمود:« سیلاب های اخیر در ولایات سبب تخریب زمین‌های زراعتی شده است، زلزله‌های اخیر زیان‌های را برای دهاقین و مالداران به‌جا مانده است، سبزی‌جات و میوه‌جات که فضل برداشت است از بین رفته است، ما از موسسات می‌خواهم که در این زمینه همکاری نمایند.»
مولوی صدراعظم نداشتن سردخانه‌ها را در مرکز و ولایات یک معضل دانسته و خواهان ساخت یا تکمیل ساختن سردخانه‌های نیمه کاره معیاری در کشور شده است.
ران مک‌کانون، رئیس اداره تعلیمی انکشاف پروژه ها ایالات متحده امریکا MDC  گفت: هدف اصلی ما عرضه خدمات در بخش آموزش و کمک‌های بشری است، یک بخش از کمک‌های بشری سکتور زراعت است، حالا که فرصت‌ها برای ساخت و پیشرفت مساعد شده است، ما آماده همکاری در این بخش هستیم.
ران مک کانون با انتقاد از رسانه‌های غربی می‌گوید، آنچه رسانه‌های جهان از افغانستان انعکاس می‌دهند تصویر غیر واقعی از حالت افغانستان است.MDC  یک موسسه خیریه در بخش ماین پاکی بوده، که نزدیک به 30 سال می‌شود در افغانستان فعالیت می‌کند

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت