دکرنې، مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د رهبرۍ مشورتي ناسته

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۸ - ۱۰:۱
دکرنې، مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د رهبرۍ مشورتي ناسته

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو رهبرۍ د پانګونې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د کرنیزو محصولاتو صادراتو ته د زمینې برابرولو په پار مشورتي غونډه دائره کړه.
یاده غونډه، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې دائره شوې وه، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت  سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري، د صنعت اوسوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د مالیې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی حمدالله زاهد، دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم، دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي او د درې واړو وزارتونو یوشمېر رییسان، سلاکاران او متخصصینو په حضور کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د چارو د همغږۍ او لاښه والی او د کورنیو او بهرنیو محصولاتو د صادراتو او وارداتو او په بېلابېلو سکټورونو په ځانګړې توګه دکرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې او پانګوالو ته د اسانتیاو اجادولو په هکله خبرې اترې وشوې.
د غونډې په پیل کې دکرنې سرپرست وزیر حاضرینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ داسې غونډې مهمې وبللې او ویې ویل: «اړینه خبره ده، چې د کاري چارو په هکله خبرې وکړو او چارې له یوبل سره شریکې کړو او په ګډه پرمخ ولاړ شو، دسوداګرۍ او کرنې وزارتونه ډېر کاري روابط لري، هرهغه څه چې بزګران یې تولیدوي سوداګریې بازار ته وړاندې کوي، زموږ هېواد کرنې او مالدارۍ لپاره مناسبه اوبه، هوا او خاوره لري او د پانګونې لوی فرصتونه هم په کې مساعد دي. کله چې د مالدارۍ او کرنیز محصولات راټولېږي، سوداګرانو ته سپارل کېږي او هغوی یې خرڅوي، که په چارو کې همغږي او مشارکت ولرو کولای شو چې خلکو ته دکار جوګه شو او خپل هېواد هم اباد کړو، صنعتکارانو او سوداګرو سره لازیاتو همکاریو ته چمتو یو او داسې غونډې دې په راتلونکې کې هم تدویر شي.»
وروسته د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست زویر نورالدین عزیزي د هغو کړاوونو او ستونزو په هکله خبرې وکړې، چې په تېرو لسیزو کې خلک ورسره لاس او ګریوان و هغه وویل:«د افغانستان خلک په تېرو څلورو لسیزو کې ګڼې ستونزې او تکلیفونه ګاللي دي، په همدې توګه صنعت، سوداګرۍ او کرنه هم زیانمن شوي دي، بهرنیو هېوادونو جګړه زموږ پر ملت تپلی و، اوس ددې فرصت دی، چې باید کار وکړو او په همغږۍ مخته ولاړشو، د اسلامي امارت تر بریا وروسته د افغانستان خلک په یووالي سره تر واحد چتر لاندې ژوند کوي او هیڅ ستونزه نشته.»
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر د لاهمغږي او اړیکو پر تینګښت ټینګار وکړ او دکرنې له وزارت څخه یې وغوښتل، چې سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو ته ځمکه په واک کې ورکړي.
په همدې حال کې دکرنې وزارت سرپرست سوداګرو لپاره د اسانتیاوو پر ایجادولو خبرې وکړې او سوداګرو او پانګوالو ته یې ډاډ ورکړ، په هره سیمه کې چې د پانګونې لپاره ځمکه وغواړي، دکرنې وزارت چمتو دی، چې د قانون مطابق ځمکه د دوی په واک کې ورکړي.
وروسته د ماليې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی حمدالله زاهد ددې غونډې موخه د همغږۍ ایجاول وباله او زیاته یې کړه: «د نظرونو او افکارو د تبادلې په موخه سره راټول شوی یو، ترڅو چارې په اغېزناک ډول او په یوه لاس ترسره شي، انشاءالله خلکو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو په ازموینه کې بریالي کېږو، خلک ډېر ظلمونه او ناخوالي ګاللي دي، د کار او خدمت وقت دی او اړتیا ده، چې په یوه خوله او متحد کار وکړو ترڅو خلک له ستونزو خلاص شي.»
په دې غونډه کې دغه راز د وارداتو، صادراتو، داخلي وچ او تازه محصولاتو سوداګرۍ په پار هم خبرې اترې وشوې، دغه راز د جلغوزې، پستې، مېوې، رومۍ، رُب، پیاز، بادرنګ، لبنیاتو، چرګانو روزنې او کیمیاوي سرو د سوداګرۍ په هکله خبرې هم ددې غونډې د ګډوالو د خبرو اترو یوه برخه وه.
په غونډه کې شته رییسانو او مشاورینو هم د چارو د لاښه پرمختګ او همغږۍ په پار خپل نظرونه او وړاندیزونه  وړاندې کړل او غونډه د تخنیکي کمېټې په ګمارنې سره پای ته ورسېد.


نشست مشورتی رهبری وزارت زراعت، مالیه و تجارت و صنعت

رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، وزارت تجارت و صنعت و وزارت مالیه نشست مشترکی را به منظور فراهم نمودن سهولت برای سرمایه گذاران و ایجاد زمینه صادارت محصولات زراعت برگزار کردند.
 در این نشست که در وزارت زراعت دایر شده بود مولوی عطاءالله‌عمری وزیر وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نشستی با نورالدین عزیزی وزیر تجارت و صنعت و مولوی حمدالله زاهد معین مالی و اداری وزارت مالیه با حضور داشت، مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، شماری از روساء، مشاورین و متخصصین هر سه وزارت صحبت نمود.
این نشست در راستای بهبود و هماهنگی کارها جهت واردات و صادرات محصولات داخلی و خارجی و ایجاد سهولت برای سرمایه گذارن جهت سرمایه گذاری در سکتور‌های مختلف مخصوصا زراعت و مالداری بحث صورت گرفت.
مولوی عطاءالله‌ عمری سرپرست وزارت زراعت در آغاز مجلس ضمن خوش آمدید حاضرین تدویر همچو نشست‌ها را ضروری عنوان نموده افزود" لازم است که در امورات کاری صحبت نموده و کارها را شریک سازیم و یکجا پیش رویم وزارت تجارت و زراعت روابط کاری زیادی دارند، هرچیز که دهقان تولید می‌کند تجار آن را به بازار عرضه می‌کند، وطن ما خاک، آب و هوای مناسب برای زراعت و مالداری دارد و فرصت‌های کلان سرمایه‌گذاری نیز در آن مساعد است. وقتی محصول زراعت و مالداری جمع می‌شود به تجار سپرده میشود و آن‌ها فروش می‌کنند، اگر همآهنگی و مشارکت در کارها داشته‌باشیم می‌توانیم مصدر خدمت بیشتر به مردم شده و وطن را نیز بسازیم، آماده همکاری بیشتر برای صنعتکاران و تجار می‌باشیم و همچو مجالس در آینده نیز تدویر شود".
پس از آن نورالدین عزیزی وزیر وزارت تجارت و صنعت در مورد تکالیف و دشواری‌های که مردم در چند دهه اخیر سپری نموند صحبت نموده گفت:" مردم افغانستان در چهاردهه اخیر تکلیف‌ها و مشقت‌های زیادی را متحمل شده اند، همین‌گونه صنعت، تجارت و زراعت نیز آسیب دیده‌است، کشورهای خارجی جنگ را به این ملت تحمیل کرده ‌بود، حالا فرصت مساعد شده تا کار کنیم و در همآهنگی پیش روییم، بعد از پیروزی امارت اسلامی مردم افغانستان متحد زیر یک سقف زنده‌گی می‌کنند و هیچ مشکلی وجود ندارد".
وزیر تجارت و صنعت بر انسجام و ارتباطات بیشتر تاکید کرد و از وزارت زراعت خواست که زمین در اختیار تجار، سرمایه‌گذاران و صنعتکاران قرار داده شود.
در همین حال سرپرست وزارت زراعت از تعهد وزارت زراعت به منظور ایجاد سهولت برای تجار سخن زده و به تجار و صنعتکاران اطمینان دارد که در هرجای که زمین جهت سرمایه گذاری خواسته باشند،  وزارت زراعت آماده‌ است که طبق قانون در اختیار آنها قرار دهد.
پس از آن مولوی حمدالله زاهد معین مالی و اداری وزارت مالیه هدف از برگزاری این نشست را ایجاد هماهنگی دانسته و افزود:" به منظور تبادل نظریات و افکار گردهم آمدیم تا کارها موثر و یک دست انجام شود، انشاءالله در امتحان خدمت به مردم کامیاب می‌شویم، مردم ظلم و ستم‌های زیاد دیده‌اند، وقت خدمت و کار می‌باشد و نیاز است که همدست کار کنیم تا مردم از مشکلات خلاص شوند".
در این نشست  پیرامون واردات، صادرات، تجارت محصولات تازه و خشک داخلی نیز صحبت گردید که کار روی تجارت جلغوزه، پسته، میوه، رومی، رب، پیاز، بادرنگ، لبنیات، مرغداری و کودکیمیاوی از موارد مهم دیگر صحبت حاضرین بود در نشست بود.
روساء و مشاورین حاضر نیز نظریات خویش را جهت بهبود و هماهنگی در کارها ارائه نمودند و مجلس با گزینش کمیته تخنیکی پایان یافت.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا یو تخنیکي پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو (سمنګان، بلخ او سرپل) ته د څړځایونو د سروې، تشخیص او ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د شولګرې ولسوالی په کچه د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۰
Background image

دهلمند ولایت شمالي ولسوالیو کې ویالو سروې او د قدرتي سرچینو د تثبیت چارې روانې دي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د قدرتي سرچینو آمریت فني کارکوونکو د شمالي ولسوالیو د زابرانو، ځنګلونو او څړځایونو د. . .

بازگشت