دکابل والي ددې ولایت د غصب مخنیوی کمېټې غړو ته: د مسوولیت احساس کارونه چټګوی

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۴:۱۸
دکابل والي ددې ولایت د غصب مخنیوی کمېټې غړو ته: د مسوولیت احساس کارونه چټګوی

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکابل د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې غړو د کابل والي شیخ محمدقاسم خالد سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
دغه غونډه، چې دکابل ولایت مقام کې دائره شوې وه د کابل ولایت دغصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې غړو خپل کاري راپورونه او د چارو د پرمختګ په پار لازم وړاندیزونه له کابل والي سره شریک کړل.
په همدې حال کې د کابل والي شیخ محمدقاسم خالد د یادې کمېټې د کاري راپور او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته د دوی فعالیتونه وستایل او ډاډ یې ورکړ، چې په وړاندې شویو وړاندیزونو به یې غور وکړي.
ښاغلی خالد همدارنګه د یادې کمېټې غړو ته په خطاب کې وویل؛ چې د مسؤلیت احساس کول به کارونه لا چټک کړي او موږ او تاسو باید د خپلو کارونو د لا چټکتیا لپاره خپل مسولیت وپېژنو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت