دهلمند بولان مرکزي قوریه کې ٥٠زره قلمې کښېنول شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۵۲
دهلمند بولان مرکزي قوریه کې ٥٠زره قلمې کښېنول شوې

۱ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، ددې ولایت د طبیعي سرچینو آمریت اړوند بولان مرکزي قوریه کې د زینتي بوټو او  انځرو ٥٠زره اصلاح شوې قلمې کښېنول شوې.
دغه اصلاح شوي قلمې چې پکې د ګلاب ګل، چمبیلی، دوربینه، شمشاد او انځر شامل دي، په پلاستیکي تونلونو کې د مسلکي کارکوونکو لخوا روزل کېږي، چې راتلونکي کې به باکیفیته اصلاح شوي نیالګي ورڅخه په لاس راشي.
دهلمند ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي، چې د نیالګیو په همدې روزنځای کې د هلمندي بزګرو لپاره د ارزښت لرونکو مېوه یي نیالګیو په اصلاح او ترویج کار وکړي ترڅو ددې ولایت د بڼوالۍ په برخه کې نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت