درې میاشتنۍ روزنې وروسته دکرنې وزارت د کارکوونو ارزونه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۱۰:۱۸
درې میاشتنۍ روزنې وروسته دکرنې وزارت د کارکوونو ارزونه

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد ریاست دکرنې، وزارت کارکوونکو لپاره د دینې اساساتو د زده کړې تر درې میاشتنې روزنې وروسته له یادو کارکوونکو څخه د ارزونې آزموینه واخیست.
دکرنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مدرسینو، ددې وزارت کارکوونکو ته د په څلورو بېلابېلو وختونو کې د درې میاشتو لپاره په دوو عقاید او عباداتو برخو کې روزلي ول، چې ددې دورې تر بشپړېدو ورسته ددې برنامې د پایلې د څرګندولو په پار دیادې برنامې له ګډونوالو آزموینه واخیستل شوه.
په دې برنامه کې دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم دکرنې وزارت کارکوونکو لپاره د داسې دیني پروګرامونو له تدویر څخه د خوښي څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه: «ډېر د خوښۍ ځآی دی، په دې تالار کې چې ډېرې برنامې په کې په لاره اچول شوي دي، خو زه نن وینم چې ځوانان او سپین ږېري ټول سره راټول شوي دي، او د دینې زده کړو له ترلاسه کولو وروسته یې نن ارزونه ده او موږ باید هغه مفکوري، چې یو انجنیر دیني عالم او یا یو دیني عالم انجنیر نه شي کېدلای او یا دې ته ورته په نورو برخو کې ورته مفکورو ته د پای ټکۍ او په یادو برخو کې شته واټن له منځه یوسو.»
ټاکل شوې، چې ددې آزموینې د پایلې تر مشخص کېدو وروسته به د کرنې وزارت کارکوونکو لپاره د فقې او حدیث په برخه کې روزنیزې برنامې په لاره واچول شي.

ارزیابی کارمندان وزارت زراعت پس از یک دوره آموزشی سه ماه 
ریاست دعوت و  ارشاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری پس از تکمیل یک دوره سه ماه آموزشی  تدریس اساسات دینی برای کارمندان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری آنها را ارزیابی کرد.
 مدرسین ریاست  دعوت ارشاد وزارت زراعت کارمندان این وزارت را در چهار تایم درسی به مدت سه ماه در دو بخش عقاید و عبادات تدریس کرده بودند که پس از تکمیل این دوره به منظور بررسی بازخورد این برنامه از اشتراک کننده گان این برنامه امتحان اخذ نمود.
در این برنامه مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با ابراز خرسندی از تدویر  چنین برنامه‌های آموزشی دینی برای کارمندان وزارت زراعت افزود" جای بسیار خوشی است که امروز من در این تالار که بسیار برنامه ها در آن برگزار شده است می‌بینم که از جوان الی پیر جمع شده و آموزش‌ها دینی را فرا گرفته و ارزیابی می‌شوند و ما باید تفکری که  یک انجینیر عالم دین شده نمی تواند و یا یک عالم دین انجینیر شده و نمی تواند و یا در دیگر بخش‌ها همچنان و ما باید تضادها میان این دو بخش را از بین ببریم".
قرار است پس از مشخص شدن نتایج این ارزیابی برنامه‌های بیشتر آموزشی در بخش‌های فقه و حدیث نیز برای کارمندان وزارت زراعت برگزار شود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۲۶
Background image

کندهار کې د امارتي ځمکو له اجارې څخه څه باندې ۴۱۶ زره افغانۍ عواید راټول شوي


۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اجارې او پانګونې مدیریت مسؤلین وايي، چې د کندهار په درېیو ولسوالیو کې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۲۱
Background image

کونړ کې د عشر او زکات د چارو د همغږۍ په پار ګډه غونډه جوړه شوه


۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی د کونړ ولایت مرکز او ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې، د کرنې، اوبو لګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د عشر او زکات کارکوونکو د ستونزو د حل په موخه د عشر او زکات رییس ننګرهار ته سفر وکړ


۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات ریاست لوی رییس مولوي ندا محمد عابد په ننګرهار کې د عشر او زکات کارکوونکو د ستونزو د حل. . .

بازگشت