خوست کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۱:۳۴
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو؛ د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي لګښت، د کانګو تبې وینه بهېدونکې ناروغۍ د مخنیوي په موخه یاد ولایت کې کمپاین پیل شو.

۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو؛ د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي لګښت، د کانګو تبې وینه بهېدونکې ناروغۍ د مخنیوي په موخه یاد ولایت کې کمپاین پیل شو.
دخوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وویل، چې دغه کمپاین د خوست په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې پلي کېږي. په دې لړ کې به زرګونه څاروي، غوجلې او د څارویو پېر- پلور ځایونه دواپاشي شي.
دوی زیاته کړه، چې دا پروګرام د سیمه ییزو وترنر ډاکترانو په مرسته پليکېږي، چې ډاکترانو ته د کانګو تبې ضد درمل، دواپاشي پمپونه، او د حفظ الصحې اړوند وسایل برابر شوي، تر څو د ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.
کانګو تبه یوه خطرناکه وېروسي ناروغي ده، چې د کنو له لارې د څارویو او انسانانو ترمنځ انتقالېږي. 
د خوست د کرنې ریاست رهبرۍ د انسانانو خوندیتوب او د ناروغۍ د پراخېدو د مخنیوي په موخه دا ډول کمپاینونه ګټور بولي او نورو ولسوالیو ته یي د غځولو غوښتنه هم وکړه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت