خوست کې د چرګانو روزنې سکټور د ودې او پراختیا په پار هڅې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۰:۵۳
خوست کې د چرګانو روزنې سکټور د ودې او پراختیا په پار هڅې

۱۲ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې یې د چرګانو روزنې سکټور د ودې او پراختیا په پار هلې ځېلې پیل کړي، چې په ترڅ کې یې د خصوصي سکټور په همکارۍ په دې ولایت کې د چرګوړو د تولید فارم جوړولو چارې پیل کړي دي.
د چرګوړو دا تولیدي فارم د خصوصي سکټور په همکارۍ جوړېږي، چې په یوه میاشت کې د ۳۲ زره چرګوړو د تولید وړتیا لري.
د چارواکو په خبره ددې فارم په جوړېدو سره به لسګونو کسانو ته د کارزمینه هم برابره او ترڅنګ یې ددې ولایت د چرګانو فارم لرونکو یوشمېر ستونزې به هم هوارې شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت