خوست کې د ځنګلونو د خوندیتوب په موخه هلې ځلې
۳ مرغومې ۱۴۰۱ه.ش
۱ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د ځنګلونو او طبیعي سرچینو خوندیتوب په پار هڅې کړندي کړي دي.
دخوست دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې ددغو هلو ځلو په دوام ددې ولایت د دوه منده او نادر شاه کوټ ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې پنځه عرادې موټر چې تازه وهل شوي لرګي یې لېږدول د شنې قطعې له خوا نیول شوی دی.
د خوست دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې طبیعي سرچینې او ځنګلونه خوندي او د پرېکېدو مخه یې ونیسي.
